1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د امریکا پوځي نقش پای ته رسیږي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۱ دی ۲۳, شنبه

افغان او امریکايي ولسمشرانو، افغان ځواکونو ته د پوځي عملیاتو د قوماندې سپارلو د بهیر پر چټکیدو موافقه وکړه. اوباما وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د احتمالي پاتې کیدو اصلي شرط، هغوی ته د قضايي مصؤنیت ورکول دي.

https://p.dw.com/p/17IoX
انځور: Reuters

افغان ولسمشر حامد کرزي د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره ولیدل. هغوی د افغانستان د سولې له بهیر څخه هم خپل ملاتړ اعلان کړ او په قطر کې یې د طالبانو له پاره د یوه سیاسي دفتر له پرانیستلو سره موافقه وښوده.

دواړه ولسمشران د جمعې د ورځې له لیدنې څخه خوشحاله بریښیدل. که څه هم ویل کیږي چې ولسمشر اوباما او حامد کرزی په ډیرو مواردو کې له یو بل سره د نظر اختلاف لري، خو د هغوی د جمعې د ورځې په غونډه کې دغه اختلافات تر سترګو نه شول.

کرزی په داسې حال کې واشنګټن ته سفر کوي، چې اوس په متحده ایالاتو کې پر دې موضوع باندې بحثونه روان دي چې امریکا تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې څومره سرتیري پریږدي. تر دې مخکې د سپینې ماڼې یوه چارواکي ویلي وو چې ولسمشر اوباما د نورو امکاناتو تر څنګ له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو پر راایستلو باندې هم غور کوي. دغه چارواکي ټینګار کړی وو چې امریکا به یوازې هغه وخت له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري راوباسي چې افغانان پخپله د خپل هیواد امنیت وساتلی شي او دغه هیواد یو ځل بیا د ترهګرو پر یوې اډې باندې بدل نه شي.

پلان شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به په افغانستان کې د ناټو پوځي عملیات پای ته ورسیږي. تر دې نیټې وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د ټول هیواد امنیتي مسوولیتونه پرغاړه واخلي. امریکایي چارواکي اوس په دې اړه فکر کوي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې خپل له ۳۰۰۰ تر ۹۰۰۰ پورې سرتیري پریږدي. خو د دې کار له پاره اصلي شرط د افغان دولت له خوا دغو سرتیرو ته د قضایي مصؤنیت ورکول ټاکل شوی دی.

د افغان او امریکايي ولسمشرانو تر لیدنې وروسته هغوی په یوه خبري کنفرانس کې څرګند شول. ولسمشر بارک اوباما په دغه کنفرانس کې وویل: «د راتلونکي کال تر پایه پورې به د امنیتي مسوولیتونو د لیږد بهیر بشپړ شي. تر هغې نیټې وروسته به افغانان خپل ټول امنیتي مسوولیتونه پر غاړه ولري او دغه جګړه [د افغانستان جګړه] به په مسوولانه ډول پای ته ورسیږي.»

اوباما د جمعې ورځې په خبري کنفرانس کې په قطعي ډول و نه ویل چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې امریکايي ځواکونه میشت وي او که نه. له دې سره هغه له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د راوتلو د امکان شتون رد نه کړ.

ولسمشر اوباما پر دې خبره ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه تر هغه څه چې تمه کیده ډیر پیاوړي شوي دي او له همدې کبله به تر راتلونکي اوړي پوري د ټولو پوځي عملیاتو قومانده پر غاړه واخلي.

اوباما وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د راایستلو د څرنګوالي او تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کیدو په اړه وروستۍ پریکړې ښايي څو میاشتې وخت ونیسي. اوس په افغانستان کې شاوخوا ۶۶۰۰۰ امریکايي سرتیري میشت دي چې د پلان له مخې به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له دې هیواد څخه راووځي.

د اړتیا له مخې په لاره اچول شوې جګړه

ولسمشر اوباما تر دې مخکې د افغانستان جګړه د اړتیا له مخې په لاره اچول شوې جګړه بللې وه. خو اوس هغه هڅه کوي چې دغه جګړه پای ته ورسوي. له همدې کبله ښايي د هغه راتلونکی د دفاع وزیر په روان کال کې له افغانستان څخه ‌ډیر شمیر امریکايي سرتیري راوباسي.

کله چې له ولسمشر اوباما څخه وپوښتل شول چې ایا د افغانستان جګړه په هغو انساني او مالي قربانیو ارزي چې امریکا په تیرو یوولسو کلونو کې کې ورکړي دي، ولسمشر اوباما وویل: «موږ خپل اصلي هدف ته رسیدلي یو... او یا دغه هدف ته د رسیدو په حال کې یو. زموږ اصلي هدف د القاعدې دړې وړې کول، د هغوی غیر فعاله کول او په دې خبرې ځان مطمینول دي چې دغه ډله به پر موږ باندې بیا بریدونه و نه شي کولای.»

اوباما پر دې خبرې باندې ټینګار وکړ چې هر څه په ښه ډول نه دي تر سره شوي، خو د هغه په خبره په افغانستان کې د امریکا لاس ته راوړنې بیا هم ډیرې لویې دي.

اوباما دا خبره هم روښانه کړه چې که افغان حکومت په افغانستان کې احتمالي پاتې کیدونکو سرتیرو ته قضایي مصؤنیت ور نه کړي نو امریکا به له دغه هیواد څخه خپل ټول سرتیري راوباسي. ولسمشر کرزي هم په دې اړه وویل چې هغه کولای شي د افغانستان له خلکو سره په دې اړه خبرې وکړي او هغوی د دې موضوع له پاره راضي کړي.

د اوباما او ولسمشر کرزي تر لیدنې وروسته، کرزي د جورج تاون پوهنتون له محصلانو سره ولیدل. هغه په دغه لیدنه کې وویل چې امریکا به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې خپل یو څه سرتیري پریږدي چې د القاعدې پر وړاندې عملیات تر سره کړي.