1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي دوه المانیان لا تراوسه لا درکه دي

۱۳۹۰ شهریور ۱, سه‌شنبه

چارواکو نن «سه شنبه» وویل چې دوه ورځې وړاندې د لا درکه شویو دوو المانیان کیدای شي د ځیني کسانو لخوا تښتول شوي وي. دغه دوه الماني وګړي د تیرې جمعې په ورځ سالنګ تونل ته څیرمه لادرکه شوي

https://p.dw.com/p/12Lyw
د المان د بهرنیو چارو وزیر
د المان د بهرنیو چارو وزیرانځور: dapd

د المان د بهرنیو چارو وزیر، ګیدو ویسترویله، هم د دغو دوه المانیو وګړو د لا درکه کیدو د خبر پخلی کړی او ویلې یې دي چې کیدای شي دغه کسان تښتول شوي وي. هغه زیاته کړې چې د دغو کسانو د پیدا کولو لپاره پلټني په لاره اچول شوي دي.

د پيښې په اړه یو ځایي چارواکي ویلي چې کیدای شې لا درکه شوي الماني وکړي د کوچیانو له خوا تښتول شوي وي ځکه چیري چې پیښه رامنځته شوي هلته طالبان دومره فعال نه دي.

په 2001 کال کې د طالبانو حکومت تر راپرځیدو او په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندي تر یرغل وروسته ډیری بهرني اتباع تښتول شوي چې زیاتره کسان یې بیرته د پیسو په بدل کې راخوشي شوي هم دي.

د المان پوځ په افغانستان کې د بهرني پوځونو دریمه لویه برخه تشکیلوي. اوس مهال په افغانستان کې شاو خوا 5400 الماني سرتیري په دندو بوخت دي.

د پیښې په اړه  د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند، صدیق صدیقي، ویلي:

«مونږه ته په دې اړه خبر راکړل شوی چې دوه الماني اتباع د بغلان او پروان ولایتونو تر منځ لا درکه شوي دي. مونږه د پیښې پلټنه کوو.»

د پروان د پولیسو مشر، شیراحمد مالاداني، ویلي چې دواړه تښتول شوي کسان نارینه ول چي د جمعې په ورځ د سالنګ په شمالي غرونو کې لا درکه شوي دي.

هغه زیاته کړي چې لا درکه شوو المانیانو پولیس ته دا اطلاع نه وه ورکړې چې دوي چیري ځي.

مالادانې دا خبره هم کړي چې په دغه غرنۍ سیمه کې طالبان دومره فعاله نه دي ځکه چه دغه غرونه زیاتره وخت په واورو پوښل شوي وي. هغه زیاته کړې چې د پیښي په اړه د افغان پولیس، اردو او استخباراتي کړیو له خوا څیړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چي د پروان ولایت والي، عبدالبصیر سالنګي، پر کوچیانو شمکن دی چې دغه کسان به یې تښتولي وي:

«په هغه سیمه کې چې دغه المانیان لا درکه شوي کوچیان شتون لري. مونږه په دې اړه شکمن یو چې دغه الماني وګړي به هغوي برمته کړي وي. مونږه د شک په تور ځیني کوچیان بندیان کړي دي.»

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش