1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: په ۹ میاشتو کي د جنسی تیري ۱۷۳ پيښې ثبت شوي

۱۳۹۹ مهر ۱۲, شنبه

د افغانستان لوی څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې تر ۲۰۰۰ زيات د تاوتریخوالي پيښو له ثبت څخه خبر ورکړی دی. لویه څارنوالي وايي چې په هغو کې پر ښځو باندي د جنسی تيرې۱۷۳ قضیې هم شاملي دي، چې ورته رسیدګي شوې.

https://p.dw.com/p/3jNt0
Afghanistan Frau Burka
انځور: Adek Berry/AFP/GettyImages

د کرونا ویروس خپریدلو دمخنيوی په خاطر د محديتونو رامنځ ته کول چې له کبله يې د فقر او غربت په ډیریدو سره نه يوازي په افغانستان کې بلکې د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې د ښځو پر وړاندي د بیلا بیل کورني تاوتريخوالي سبب شوي.

په افغانستان کې د کرونا ويروس پر محدودیتونو سربیره بې سوادې، فقر، عدالت ته د ښځو نه لاس رسې، کلتوري محدويتونه او د قانون نه حاکميت د ښځو پر وړاندي د تاو تيریخوالي زياتیدلو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کيږې.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان لوی څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي ۲۰۰۰ پيښو د ثبت او ورته له رسیدګئ څخه خبر ورکړ.

په کابل کې په يوه غونډه کې د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وويل، چې په تيرو لسو مياشتو کې د ښځو پر وړاندې ۲۰۰۸ بيلا بيلې د تاو تريخوالي پيښې ثبت شوی او د دوي له خوا يې څارنه شوی ده.

د لوی څارنوالۍ د معلوماتو له مخې په دې پيښو کې جنسي تیری، د ښځو وهل ټکول، زورول او کړول، جبری نکاح، په بدو کې د نجونو ودول، له میراث څخه بې برخی کول او بیلا بیلې د تاو تريخوالې پيښې شاملې دي.

د ښځو پر وړاندی د تاو تريخوالي تر ټولو زيات ډول يي وهل ټکول دي،چي په لوی څارنوالۍ کې د دغه ډول پيښو ۱۱۰۰ ډوله ثبت شوي دي.

سربیره پر دې د افغانستان لوی څارنوالۍ پر ښځو د جنسی تيرې ۱۷۳ پيښې ثبت او ورته يې رسیدګي کړې ده. دغه راز د زورونې او کړاو ۲۳۴ نورې پيښې يې ثبت او ارزولی دی.

د ۱۷۳ جنسي تیرې تجاوز څخه يې ۳۴ په کابل ۲۴په بلخ او ۱۷په هرات او نوریې په ننګرهار، فارياب او بدخشان کې ثبت شوي دي. د لوی څارنوالۍ د معلوماتو له مخې په مجموعي ډول په کابل ښار کې د ښځو پر وړاندې د تاوريخوالي ۶۶۲ پيښې،په بلخ کې ۲۵۶،په هرات کي ۲۰۸، په دايکندي کي ۱۱۹، ننګرهار او نورو ولایتونو کی ۶۱ پيښې رامنځ ته شوي دي. که څه هم لويه څارنوالي وايې چې دغه ډول ډيرې پيښو ته د ولایتونو په مرکز کي رسیدګي شوې ده او د عاملينو سره يې د قانون له مخې چلند شوی. خو يو شمير د ښځو د حقوقو فعالان په دغه پيښو کې د ډيرو مجرمو کسانو سره د قانوني چلند نه کولو څخه شکایت کوي. دوی انتقاد کوي او وايې،چې د زورواکو له خوا فشار د دي سبب شوی،چې په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تا تریخوالي پيښو څارنه او د عاملینو سره يې قانوني رفتار ونه شي.

یوه اونۍ تر مخه د پارلمان په یوه وکیل پورې مربوط وسله والو کسانو د افغانستان په شمال، کاپيسا په ولايت کې پر دوه ښځو ډله ايز جنسی تجاوز وکړ. د دغه ښځو د سفر کولو موټر چې د تفریح له پاره دغه ولايت ته تللي وې، د مسلحو کسانو له خوا دریدلی او ټوپک والو نارینه و دا ښځې په زور له ځان سره د کوهستان دويمی برخې ولسوالۍ ته بيولي او یوولسو کسانو پرې په ډله ايزه توګه جنسې تیرې کړی. لويي څارنوالۍ زیاته کړې چې د دي پيښې په تړاو يو شمير کسان نیول شوي دي.

کرونا او د کورني تاوتريخوالي زياتیدل

د کرونا ويروس محدودیتونو پر کورنیو، په ځانګړي توګه د ښځو پر ژوند ناوړه اغیز کړی دی. دغه محدویتونو په کورنیو کې تاوتريخوالي نورهم زيات کړی دی. د افغانستان د بشري حقونو مستقل کميسون يوازي د تګ راتګ منع کيدلو پر مهال د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي ۷۲۸ پيښو په خاص ډول د وژلو ګواښ، تورلګول، د نفقې نه ورکول، کنځل، سپکاوې، وهل ټکول او نورې بيلګي په ګوته کړي دي.

د افغانستان د ښځو وزارت د کرونا له کبله د محدوديتونو وضع کول، د ښځو پر وړاندي د تاو تریخوالي اصلي لامل ګڼي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس خپريدلو د مخنيوی په موخه محدوديتونو رامنځ ته کول په يو شمير کورنيو کې د شخړو رامنځ کيدلو سبب شوي،چې دا بیا د تاوتريخوالي په سترو پيښو اوښتي، چې ډير کله د ځان وژني او يا د ښځو د وژلو سبب شوي.

خو د بشري حقونو د پلویانو په اند عدالت ته د ښځو نه لاس رسې، د زورواکانو اغيز، د نفوذ لرونکو کسانو له خوا د پيښو پټول، د سزا نه ورکولو عنعنات ، د عاملينو نه تعقیب او د قانون مطابق سزا نه ورکول ، ورسره په ټولنه کي ناوړه وروسته پاتې دودونه په افغانستان کي د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي د زياتيدلو لامل دي.