1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان په لومړي ځل له ۱۹ کالو کمو لوبغاړو د اسیا کپ وګته

۱۳۹۶ آبان ۲۸, یکشنبه

افغانستان د کریکټ د نړیوالې شورا د اسیا کپ په پای لوبه کې پاکستان ته له سختې ماتې ورکولو سره، د دې سیالیو اتلولې خپله کړه. دا لومړۍ ځل دی چې افغانستان دغه کپ خپل هیواد ته وړي.

https://p.dw.com/p/2nstB
Cricket World Cup Fans in Afghanistan
آرشيف انځورانځور: Reuters/Omar Sobhani

د کریکټ نړیوالې شورا د له نولسو څخه کم عمر لرونکو لوبډلو د اسیا په جام کې افغانستان پای لوبه وګتله او په دې ترتیب سره یې دغه کپ خپل کړ. پای لوبه د پاکستان پر ضد وه او لومړی افغانستان د منډو په جوړلو پیل وکړ. افغانستان په ۵۰ اوورونو کې ۲۴۸ مڼدې جوړې کړې.

تر ټولو زیاتې منډې د اکرام فیضي ۱۰۷ وې. تر هغه وروسته د رحمان ګل ۴۰ او ابراهیم ځدران ۳۶ منډو افغانستان د یوه ښه هدف د ټاکلو پر لور بوتله. دا هدف ځکه ډیر ښه وو چې په دې تورنمنت کې افغانستان د توپ وهونې په پرتله د توپ اچوونې په برخه کې ډیر ښه ځلیدلی دی.

د پاکستان پر وړاندې پای لوبه هم له دې استثنأ نه وه، ځکه افغان توپ اچوونکي وتوانیدل چې یوازې په ۲۲.۱ اورونو او د ۶۳ منډو په ورکولو سره د پاکستان ټول لوبغاړي وسوزوي او په دې ترتیب سره د ۱۸۵ منډو په توپیر دغه اتلولي خپله کړي.

تر ټولو ښه توپ اچوونه د مجیب وه، چې په ۷.۱ اورونو کې یې د ۱۳ منډو له ورکولو سره د پاکستان ۵ لوبغاړي وسوځول. تر هغه وروسته قیص احمد هم په شپږو اورونو کې درې لوبغاړي له لوبې بهر کړل. وفادار بیا یو لوبغاړي وسوځاوه او په دې ترتیب سره د پاکستان ټول لوبغاړي په ۲۳م اوور او یوازې د ۶۳ منډو له جوړولو سره وسوځیږي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د اسیا کپ ګټي چې په کې هندوستان، بنګله دیش، پاکستان، نیپال، مالیزیا، سریلانکا، متحده عربي امارات او افغانستان ګډون کوي.