افغانستان له پاکستان څخه غواړي چی ارتباط ئې له طالبانو سره ټینگ کړي
۱۳۹۰ بهمن ۱۰, دوشنبه
په پام کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر، د چهارشنبې په ورځ د سولي د خبرو اترو پر سر د بحث په موخه کابل ته ولاړه شي. دغه سفر په سعودي عربستان کې د طالبانو او افغان حکومت له احتمالي خبرو اترو مخکي ترسره کیږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۲م کال د جنوري د میاشتې ۳۰مه نیټه) هیله څرگنده کړې ده چې دا به د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو نوی پړاو وي.
د رویټرز خبري آژانس د یو لوړ پوړي افغان امنیتي چارواکي په حواله ویلي دي، چې افغان چارواکي به پر کهر فشار رواړي چې پاکستان ملا عبدالغني برادر او د کویټې د شوری غړو ته د لاسرسي لاره هواره کړي.
ویل کیږي چي د کویټي شورا د پاکستان په کویټه کې میشته ده. په دغه شورا کي د طالبانو لوړپوړي چارواکي غړیتوب لري. افغان حکومت غواړي چې په افغانستان کې د لس کلني جگړي د ختمولو له پاره له طالبانو سره سوله وکړي. د دې کار له پاره د دغي ډلي مشرانو سره اړیکه ټینگول ډیر مهم گڼل کیږي.
پاکستان د طالبانو یو شمیر مشران په خپل بند کې هم لري. د هغوی په ډله کې یو ئې هم ملا برادر دئ. ملا برادر د طالبانو مشر ملا عمر، ته ډیر نزدي سړی بلل کیږي. هغه د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د پاکستاني او امریکایي مخبرانو په مرسته د ۲۰۱۰م کال د فبروري په میاشت کې ونیول شو.
رویټرز د یو لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي په حواله لیکلي دي: «کله چې لوړپوړی پاکستاني پلاوی دلته راشي نو موږ به له هغوی څخه د کویټې شوری او یا ملا برادر ته د مستقیمه لاسرسۍ غوښتنه وکړو.»
دغه لوړپوړي امنیتي چارواکي چې نوم ئې نه دئ بربنډ شوی زیاته کړې ده چې افغانستان د سولې په بهیر کې له پاکستان څخه د ریښتنو همکاریو غوښتونکی دئ.
پاکستان پر دې تورن دﺉ چې په افغانستان کې د هندوستان له نفوذ څخه د مخنیوي په موخه په دغه هیواد کي د اورپکو ملاتړ کوي، خو پاکستان تل دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش