عربستان او ملګرو ملتونو سره د افغان مهاجرو د راستنيدو تړون
۱۳۹۹ خرداد ۱۱, یکشنبهد افغانستان د ماليې وزارت وايي چې له سعودي عربستان او د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ سره يې د افغان مهاجرو د داوطلبانه بیرته ستنيدو په برخه کې د همکارۍ يو هوکړه ليک لاسليک کړ.
د ماليې وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه هوکړه ليک د افغانستان د ماليې سرپرست وزير، عبدالهادي ارغنديوال، په کابل کې د سعودي عربستان له سفير، محمد الخالدي او په افغانستان کې د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له مشرې، کرولاين وين بیورن سره لاسليک کړ.
د دغه هوکړه لیک يا تړون لګښت ۳۰ ميلیونه ډالر دی چې عملي چارې به يې په څو پړاوونو کې ترسره کيږي. په دغه پروګرام کې به هغو افغان مهاجرو له پاره چې بيرته خپل هيواد ته ستنيږي، د روغتيا، تعلیم او زيربنايي برخو کې ګټورې پروژې په لاره اچول کيږي.
په لومړي پړاو کې د ۱۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د افغانستان په ۱۲ ولايتونو کې د ۷ روغتيايی مرکزونو جوړيدل، په ۸ ولایتونو کې د ۱۳ بابه ښوونځيو جوړيدل او د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د ۱۱ زیربنايي پروژې تطبيق شامل دي. دغه پروژې به د ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې تطبیق کيږي.
يادې پروژې د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له خوا مخته وړل کيږي چې د ملي بوديجې له چوکاټ څخه بهر، د سعودي عربستان د انکشافي صندوق له خوا تمويليږي.
د ماليې وزارت د خبرپاڼې په يوه برخه کې په کابل کې د سعودي عربستان د سفير، جاسم الخالدي له قوله راغلي دي: «موږ د یو باثباته او هوسا افغانستان غوښتونکي يو، افغانستان سره زموږ مرستې په څو برخو کې ادامه لري. ننۍ مرسته مو، افغانستان ته د افغان مهاجرو د باعزته بيرته ستنيدو په برخه کې ده.»
د ماليې وزارت ټينګار کوي چې د افغانستان حکومت، هيواد ته د افغان مهاجرو د با عزته بیرته ستنيدو غوښتونکی دی او هڅه کوي چې په دې برخه کې لازمې زيربناوې تامين کړي.
سعودي عربستان د نړۍ په سطحه له افغان مهاجرو سره د تر ټولو لویو مرسته کونکو هیوادونو څخه شمیرل کيږي. خو دغه هيواد اړمنو کسانو ته پناه نه ورکوي، چې دليل يې د سعودي عربستان د سياسي جوړښت او قوانينو له څرنګوالي سره تړاو لري.
دويچه ويله دري/ م.ک.ص/ ن.ص