1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

افغانستان له ایران سره خپله پوله بیرته پرانیستله

۱۳۹۸ اسفند ۶, سه‌شنبه

د افغانستان حکومت اعلان کړی چې له ایران سره یې خپله پوله بیرته پرانیستې ده. ترمخه د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه دغه پوله تړل شوې وه. په پام کې ده چې په سرحدي دروازو کې مسافر معاینه شي او مشکوک کسان قرنطین شي.

https://p.dw.com/p/3YOKU
Afghanistan Überführung Opfer Flugzeugabsturz im Iran
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran

په ایران کې د کرونا ویروس تر خپریدو او په هرات کې د درو شکمنو کسانو تر پيژندل کیدو وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا له ایران سره په مؤقتي ډول خپلې پولې وتړلي. تر دې یوه ورځ وروسته په هرات کې د کرونا لومړۍ مثبته پيښه هم ثبت شوه، چې دغه کس تازه له ایران څخه راغلی وو.

په ایران کې د میشتو افغانانو په ځانګړې توګه د محصلینو تر شکایت او د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو د اندیښنو په پام کې نیولو سره د افغانستان ملي امنیت شورا د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ایران سره پوله بیرته پرانیستل شوې ده، خو په سرحدي سیمو کې جدي تدابیر نیول شوي دي. د ملي امنیت شورا د ویاند په خبره هغه افغانان چې په ایران کې دي، د روغتیا د نړیوال سازمان د معیارونو سره سم تر معاینې وروسته کولی شي بیرته افغانستان ته راستنه شي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل، په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «د کرونا ویروس له خپریدو څخه د مخنیوي کمېټې تیره ورځ پریکړه وکړه چې د پولې په دواړو خواوو کې د افغانانو د ستونزو له کبله، دغه سرحد بیرته پرانیستل شي.»

د هغه په خبره د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په سرحدي لارو کې د صحي ټیمونو شمیر زیات کړی دی او هغه کسان چې افغانستان ته داخلیږي، په جدي ډول معاینه کیږي. که چیرې د کرونا ویروس علایم پکې ولیدل شي او شک پرې وشي، قرنطین به شي. جاوید فیصل زیاته کړه: «د قرنطین په برخه کې، د کورنیو چارو وزارت د عامې روغتیا وزارت له صحي ټیمونو سره مرسته کوي.»

په افغانستان کې د ایران سفارت هم د ډیرو ضروري مواردو پرته خپل قونسلي خدمات درولي دي. د افغانستان د ملي امنیت شورا په تهران کې د افغانستان سفارت ته سپارښتنه کړې ده چې له ایراني چارواکو وغواړي، د اوس له پاره له ایران څخه د افغان مهاجرو اخراج ودروي.

په ایران کې د افغانستان سفارت وایي چې د کرونا ویروس د خپریدو سره هماله د افغانانو د ستونزو په ځانګړي ډول د مهاجرو د اخراج درولو په هکله د ایران له بهرنیو چارو وزارت سره خبرې اترې ادامه لري.

په ایران کې د افغانستان د سفارت لومړۍ سکرترې فاطمه تالقاني، په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «د مهاجرو د اخراج د څرنګوالي په هکله کوم عملي اقدام نه دی شوی، خو د افغانستان سفارت په دې هکله د ایران د بهرنیو چارو وزارت سره خبرې پېل کړي دي او د ایران اسلامي جمهوریت د هر ډول همکارۍ ژمنه راکړې ده.»

د افغانستان او ایران د پولې د تړل کیدو څخه په ځانګړي ډول افغان محصلینو شکایت کاوه. په ایران کې افغان محصل داوود عرفان، دویچه ویله ته وویل چې په دغه هیواد (ایران) کې د کرونا ویروس تر خپریدو وروسته پوهنتونونه رخصت شوي او د پولې تر تړل کیدو وروسته افغان محصلین چیرې نه شوای تللی: «ډیر محصلین نه شي کولی په ایران کې په ځانګړې توګه په لېلېو کې پاتې شي، ځکه چې د کرونا په ویروس د اخته کیدو اندیښنه شته. د پولې تر تړل کیدو وروسته ډیر محصلین پولې ته څیرمه راټول شول.»

د پولې د تړل کیدو اقتصادي اغیزي

د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ تجارتي راکړه ورکړه یو نیم میلیارد امریکايي ډالرو ته رسیږي. پر دې سربیره د افغانستان تجارتي مالونه د ایران د عباس او چابهار بندرونو له لارې ترانزیت کیږي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وایي چې بیړنی حالت او د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې تړل د افغانستان پر اقتصادي منفي اغیز لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیس خانجان الکوزی وایي چې افغانستان زیاتره خوراکي او ساختماني توکي له ایران څخه واردوي او د نورو هیوادونو په پرتله له ایران څخه د دغو مالونو واردات ارزانه تمامیږي: «که چیرې بیړنی وضعیت ادامه ومومي او پوله وتړل شي، د افغانستان ۳۰ سلنه اقتصاد له خطر سره مخامخ کوي.»