1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د ډاونلوډ له لارې سوله

۱۳۹۸ خرداد ۱۸, شنبه

د افغانستان په اړه په جوړه شوې يوه کمپيوټري لوبه کې مجازي چارواکي داسې دريشي اغوستې ده چې سمه پکې جوړه نه ده، خو هغه بايد د هېواد بيا رغاونه تضمين کړي. په لوبه کې دغه سيمه د زعفرانو کرونده نوميږي.

https://p.dw.com/p/3K3kz
Afghanistan - Herat - Afghanische Frauen programmierten Computerspiel gegen Drogenkonsum
انځور: DW/S. Tanha

د کمپيوټر پر پردې باندې دوه سيندونه، يو څو کلي او لوړ غرونه معلوميږي چې له افغانستان سره ډېر شباهت لري. خو د غرونو له طرفه تل وسله وال ياغيان راځي چې د دولت له خوا د بيا رغونې مخه نيسي. هغوی د زعفرانو کروندې ته يو دم مخه کوي او دولتي چارواکي دې ته مجبوروي چې له ډېر مصرف سره تړلي پوځي عمليات تر سره کړي. 
د بنيادي جوړښتونو او زېربنا بيا رغاونه د جګړو پرته هم د انتظار خلاف ډېره ورو مخ ته ځي. دغه مايوسي هم د ياغيانو ملا ورتړي. په دې ترتيب په دغه کمپيوټري ګيم کې په مجازي ډول د شيطانت يوه حلقه رامنځ ته کيږي. څه باندې څلور ميليونه کاروونکي يا لوبه کوونکي دغه لوبه په خپلو کمپيوټرونو کې کوي. د آپ رېبل په نوم شرکت چې لوبه يې جوړه کړې ده، تر ټولو زيات ډاونلوډ يعنې دا چې خلک دغه لوبه خپلو کمپيوټرو ته کښته کوي، له چين او د امريکا متحده آيالاتو څخه ويني. دغه لوبه د ستراتيژيکو لوبو اختراع کوونکي ندېميک کرياشنز په انګلستان کې جوړه کړې ده. د پرمختيايي چارو افغانه کارپوهه، اورځلا نعمت، د دغې لوبې په مټ رامنځ ته شوی تصور تائيدوي: يعنې دا چې کافي نه ده چې د سولې په راوستلو کې يوې سيمې ته فقط عسکر ولېږل شي. د طالبانو پر له پسې نفوذ د دولت په ناکامۍ پورې هم اړه لري چې له کبله يې دولت د ساتونکي ځواک په توګه نه ګڼل کيږي. مېرمن نعمت له دويچه ويله سره په خبره کې وويل: «طالبان په دې بريالي شوي دي چې په هېواد کې يو څه نفوذ ولري. د هغوی د نفوذ او حضور اصلي علت د حکومت ناکامي ده.»

د افغانستان مثال

دا چې د زعفرانو کرونده چېرته ده، په لوبه کې نه ياديږي او کاروونکي يې هم پرې نه خبريږي. خو ډېر څه پکې سړي ته افغانستان په ياد راولي. د هندوکش په سيمه کې د طالبانو د رژيم د راپرځېدو راهيسې تقريبا دوې لسيزې وروسته هم سوله او ثبات يوه له واقعيت څخه لېرې او غير دقيقه هيله پاته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ماموريت د ناټو په تاريخ کې تر ټولو ستر او ډېر مصرف لرونکی ماموريت دی.

Safran-Fäden Crocus sativus
دغه سيمه «د زعفرانو کرونده» بلل کيږي، خو له افغانستان سره ډېر شباهت لري.انځور: picture-alliance/imagebroker/M. Peukert

دوست يا دښمن؟

خو په لوبه کې د خارجي سرتېرو شتون عين د افغانستان په څېر د زعفرانو د کروندې د اوسېدونکو تر منځ هم د ناکرارۍ سبب ګرځي، په تېره کله چې د هوايي بريدونو د لارې ملکي وګړي وژل کيږي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ ربع کې تر سره شويو ۴۳ هوايي عملياتو، ۱۴۵ ملکي کسان وژلي دي. ۳۹ دغسې عمليات ښايي د نړيوالو په هوايي ځواکونو پورې اړه ولري. د لوبې کاروونکي کولای شي چې د ملکي کسانو وژنه پټه وساتي، خو دا هم تل امکان نه لري. يوه خبره البته څرګنده ده: هر هغه وخت چې په لوبه کې د نړيوالو ځواکونو ماموريت پسې تمديديږي، د حکومت نوم هم ورسره بديږي.
ټاکل شوې ده چې د روان کال په ترڅ کې به د رېبل د شرکت دغه لوبه د افغانستان په رسمي ژبو پښتو او دري هم خپره شي. بيا به دغه لوبه د هغو کاروونکو په اختيار کې هم وي چې د کمپيوټري لوبې له خوا په را په ګوته شوو حالاتو کې ژوند کوي.  

von Hein/NS/BS