افغانستان د مهاجرو د اخراج له پاره خوندي هیواد نه دی
۱۳۹۶ خرداد ۱, دوشنبهد پرو ازول (د مهاجرو د ملاتړ) سازمان اداري مشر، ګونتر بورکهاردت په برلین کې د دوشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وویل چې افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو بیرته استول یو غیر مسؤولانه کار دی.
د هغه په وینا، په کابل کې د یوه خیریه سازمان د آلمانۍ کارکوونکې وژل کیدو یو ځل بیا دا وښوده چې په افغانستان کې حالت د محاسبې وړ نه دی. بورکهاردت په دې هکله وايي: «دې [د آلمانۍ د وژل کیدو پیښې] دا وښوده چې په افغانستان کې امنیت نه شته.»
په عین وخت کې بوکهاردت نیوکه کوي چې «د آلمان د فدرال حکومت چارواکي او د دې هیواد ایالتونه په افغانستان کې خطرناک امنیتي حالت له پامه غورځوي او [برعکس] د ښه امنیتي حالت په هکله خبرې کوي.»
د پرو ازول سازمان عامل مدیر همدا راز ټینګار کوي چې د هغه څه برعکس چې د آلمان فدرال حکومت یې څرګندوي، په هغه هیواد [افغانستان] کې هیڅ خوندي سیمه نه شته. هغه وايي: «هغوی د امنیتي حالت په هکله یو خیالي انځور وړاندې کوي چې دغه انځور له حقیقت سره ډیر واټن لري.»
بله لوري ته بیا د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره یا «بامف» د افغانستان په هکله د ډیرو پخوانیو معلوماتو پر مټ پریکړي کوي، هغه څه چې د بورکهاردت په وینا د منلو وړ نه دي.
په افغانستان کې د خراب امنیتي حالت په هکله، د ناټو غړي هیوادونه اوسمهال پر دې سلا مشورې کوي چې افغانستان ته اضافي سرتیري ولیږي، که نه.
د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوه خیریه سازمان د آلمانۍ کارکوونکې د وژل کیدو پیښې یو ځل بیا په آلمان کې د افغانستان د امنیتي حالت په هکله بحثونه راپارولي دي.
(dpa/ KH)
زموږ له ارشيف څخه: