1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
غذايي مصئونيتافغانستان

افغانستان د غذايي امنیت ۱۰۰ میلیون ډالري پروگرام پيلوي

گل غوټۍ پوپل | رویترز
۱۴۰۴ بهمن ۱۰, جمعه

په افغانستان کې د لوږې د بحران له پراخېدو سره، ملگري ملتونه په دغه هیواد کې د غذايی امنیت د يوه ۱۰۰ میلیون ډالري پروگرام له پیل کیدو څخه خبر ورکوي.

https://p.dw.com/p/57jUx
په کابل کې د وړیا ډوډۍ د ویشلو یو انځور
ملگري ملتونه په افغانستان کې د غذايی امنیت د يوه ۱۰۰ میلیون ډالري پروگرام له پیل کیدو څخه خبر ورکوي.انځور: Ali Khara/REUTERS

دغه دوه کلنه پروژه چې د ملگرو ملتونو او آسیايي پراختیايي بانک له خوا یې ملاتړ کیږي، څه د پاسه ۱۵۱ زره کورنۍ چې په هغو کې له پاکستان او ایران څخه بیرته ستنیدونکي مهاجر او همدارنگه د وروستیو طبیعي ناورینونو له امله اغیزمن سوي کسان شاملیږي، تر پوښښ لاندې راولي.

د ملگرو ملتو د خوړو او کرهنې د سازمان "فاو" مدیر، کو دونگیو وویل چې دغه پروژه د غذايي امنیت عاجلې اړتیاوې رفع کوي. سربیره پردې، ددغه پروگرام هدف په افغانستان کې د غذايي موادو د تولید د تشې ډکول او د خصوصي سکټور د ښه والې له پاره د امکاناتو رامنځته کول دي.

سوړ ژمی، لوږه او افغانستان کې ډېرېدونکې خوارځواکي

دغه سازمان خبرداری ورکوي چې په ۲۰۲۶ م کال کې شاوخوا ۱۷،۴ میلیونه کسان له غذايي ناامنۍ سره مخامخ کیږي چې ۴،۷ میلیونه یې له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

په افغانستان کې بشري وضعیت له گاونډیو هیوادونو څخه د مهاجرو د پراخ اخراج،د بهرنیو مرستو د کمښت او اقتصادي بحران له امله مخ په خرابیدو دی.

ددغه هیواد په میلیونو اوسیدونکي د مالي حوالو، کاري فرصتونو او نړیوالو مرستو په کمښت سره له لوږې سره لاس او گریوان دي.

د خوړو د نړیوال سازمان د رپوټ له مخې، څه د پاسه ۲،۵ میلیونه افغانان د تیرکال په اوږدو کې له ایران او پاکستان څخه اخراج سوي دي.  په دې ډول د افغانستان نفوس یو پر لسمه زیات سوی او له بهرنیو حوالو څخه  لاس ته راغلی عاید یې د ډیریو کورنیو له پاره له منځه وړی دی.

په عین حال کې مرسته رسوونکي سازمانونه وايي چې د ژمي موسم، د کاري امکاناتو کمښت او د بودیجې کمښت، کورنۍ تر ډیره ځایه تر فشار لاندې راوستي دي. د غذا نړیوال پروگرام خبرداری ورکړی چې تیرکال په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ شاهد و او ښايي دغه وضعیت په ۲۰۲۶ م کال کې لاپسې خطرناک سي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.