افغانستان د سره لښکر د وتلو ورځ ولمانځله
۱۳۹۷ بهمن ۲۶, جمعهله افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو له وتلو سره افغانانو فکر کاوه چې په دې هیواد کې د جنګ ټغر نور ټول شو او د یوه حکومت د رامنځ ته کیدو، پرمختګ او د هیواد د بیارغوني فصل به پیل شي، خو اوس د دیرشو کلونو په تیریدو سره، لا هم په افغانستان کې جګړې او نا امنۍ قرباني اخلي.
په داسې حال کې چې ډيری افغانان د سره پوځ وتل د جهاد بری ګني، خو اوس له دې هیواد څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو په هکله اندیښمن دي. د دې اندیښنو اصلي دلیل د جګړې بیا ګرمیدل او دوام په ګوته کیږي.
د شوروي له وتلو د امریکا تر وتلو پورې
دیرش کاله مخکې د پخواني شوروي اتحاد سرې لښکري له افغانستانه ووتلې او اوس له ۱۸ کلونو راهيسي رواني جګړې وروسته امریکا متحده ایالات غواړي له دغه هیواده ووځي. ولسمشر محمد اشرف غني د دې ورځې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: «موږ اوس یو ځل بیا د خپل هیواد د یوه برخلیک ټاکونکې شیبې په درشل کې یوو. موږ کولی شو چې په وحدت او یو موټیتوب سره جګړو او نا امنیو ته د پای ټکی کیږدو څو ریښتینې او تلپاتې سوله ترلاسه کړو.»
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې همدا راز ټینګار وکړ چې څو ورځني سوله تلپاتې نه وي او ویې ویل: «زموږ خلک سوله غواړي، خو څو ورځنۍ سوله نه غواړي. څو ورځنۍ سوله اقلیت محوره وي او د ټولنې ستره برخه یعنې میرمني او ځوانان او همدا راز محرومي طبقې په دې کې له پامه غورځول کیږي.»
په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان اوسنۍ جګړه جهاد ګڼي، خو ولسمشر غني دغه جګړه تپل شوې یادوي او وايي: «تلپاتې سوله راتلونکې ده او دا ناسم فکر نور خریدار نه لري چې یو څوک تپل شوې جګړه زموږ د دین له پاره د جهاد په نامه یاده کړي.»
عبدالله: د شوروي جګړه یرغل او یو جنایت وو
د حکومت اجرائیه ریاست ډاکټر عبدالله عبدالله بیا له افغانستانه د شوري ځواکونو د وتلو په مناسبت په جوړه شوې یوه غوڼده کې ټینګار وکړ چې د سولې لړۍ د یوه چا شخصي پروژه نه ده او حکومت باید دا ثابته کړي چې د تلپاتې او ټول شموله سولې د ټینګښت له پاره جدي اراده وي. عبدالله عبدالله وویل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو احتمال موجود دی او دا چې د افغانستان خلک باید له تیر تاریخ څخه زده کړه وکړي.
ډاکتر عبدالله عبدالله د پخواني شوروي اتحاد جګړه یو جنایت یاد کړ او ویې ویل: «دغه جنایت زموږ د هیواد په تاریخ کې له بل هیڅ راز جنایت سره د مقایسې وړ نه دی. دا یو داسې اشغال وو چې پیل، دوام او پای یې یو جنایت وو.»
له جهاد وروسته کورنۍ جګړې
له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته، مجاهدین کابل ته داخل شول او هغه مهال داسې هیلې موجودې وې چې جهادي ډلې به د یوه ټول شموله حکومت پر جوړښت سره سلا شي، خو دوی د حکومت د جوړښت پر ځای په کورنۍ جګړو لاس پوري کړ چې په پایله کې یې په زرونو کسان ووژل شول، بې ځایه او یا هم د هیواد پریښودو ته مجبور شول. په کابل کې د قدرت پر سر دغې جګړې درې کاله دوام وکړ چې په پایله کې یې د کابل زیاتره برخې ویجاړې شوې.
د افغانستان حکومت په داسې یوه وخت کې له افغانستانه د شوروي اتحاد د وتلو ورځ لمانځي چې روسیه یو ځل بیا د افغانستان په چارو کې فعاله شوې ده. روسیې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د حکومت پر مخالفت سربیره، د افغانستان د سولې په هکله د دوو غونډو کوربتوب وکړ. د افغانستان له پاره د مسکو ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې هکله ویلي دي چې نړیوال ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي.