افغانستان ته ښایي یوه بله ډله افغانان اخراج شي
۱۳۹۶ آذر ۳, جمعهشپیګل آنلاین، د پنجشنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت پر خرابیدو سربیره هم آلمان د دسمبر میاشتي پر شپږمه نیټه له فرانکفورت څخه کابل ته د «ډله ایزي بیرته استونې ملي تدابیر» پلانوي.
د شپیګل د معلوماتو له مخې د الوتکې په لیست کې ۷۸ افغانان شامل دي، چې شپاړس تنه یې اوسمهال په توقیف کې دي.
په رپوټ کي ویل شوي دي چې د دغو کسانو د استولو له پاره په الوتکه کې شا او خوا سلو داسو پولیسو ته اړتیا ده چې ځانګړې روزنه یې لیدلي وي. خو د آلمان فدرالي پولیس له ستونزو سره مخامخ دي، چې داسې کافي مامورین ومومي چې د افغانستان ویزه ولري، ځکه چې په همدغه وخت کې پاکستان ته هم یو شمیر کسان اخراجیږي.
وروستی ځل په اکتوبر میاشت کې هغه افغان مهاجر چې له آلمان څخه په وتلو مکلف ول له لایپڅګ څخه په یوه الوتکه کې کابل ته ولېږل شول.
هغه مهال د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې زیاتره اخراج شوي کسان مجرمین ول. هغه مهال د دغو کسانو د اخراج پر ضد د هوایي ډګر مخې ته لاریون هم وشو.
د رپوټونو له مخې د تیر میلادي کال له دسمبر میاشتي څخه اووه ځله افغانستان ته د ډله ایز اخراج پراوزونه شوي دي او په دې ترتیب د آلمان حکومت ۱۲۸ رد شوي افغانان بیرته خپل هیواد ته استولي دي.
له آلمان څخه افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو اخراج، په دغه هیواد کې د خراب امنیتي وضعیت له کبله تل د یو شمیر سازمانونو او سیاستوالو د انتقاد سره مخامخ کیږي.
(شپیګل آنلان) /S.R
زموږ له آرشیف څخه: