1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته له اخراج سوو مهاجرو سره څه کيږي؟

۱۳۹۸ خرداد ۶, دوشنبه

له ۲۰۱۶م کال راهيسي څه ناڅه ۶۰۰ افغانان په ډله ايز ډول له آلمان څخه خپل ټاټوبي ته اخراج سوي دي. خو هلته تر رسېدو وروسته هغوی څه کوي؟

https://p.dw.com/p/3JCAj
Afghanistan Ankunft aus Deutschland abgeschobene Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/C. Röhrs

د ۲۰۱۶م کال له دسمبر مياشتي راهيسي په ۲۴ پروازونو کي شاوخوا۶۰۰ کسان بيرته افغانستان ته اخراج سوي دي او هغوی په خپل هيواد کي له يوه نامعلوم سرنوشت سره مخامخ دي. کار پوهان د آلمان پر دې کار نيوکي کوي.

د بخښني نړيوالي ادارې کارکوونکې سميرا حميدي چي د افغانستان مسايل څېړي وايي چي «د اروپايي ټولني هيوادونه د هغو کسانو د ساتني غم نه خوري چي بيرته استول کيږي». هغې دويچه ويلي ته وويل: «تر اخراج وروسته، نه د افغان حکومت او نه هم هغه اروپايي هيوادونه د هغوی غم خوري چي په نظر يي وضعيت هلته ډاډمن دی او خپل کارکوونکي يي د سفارت له محوطې څخه نه سي راوتلي.»

دوه کاله مخکي په کابل کي تر سخت ترهګري بريد وروسته چي څه د پاسه ۱۵۰ کسان پکښي ووژل سول او د آلمان سفارت ته هم پکښې سخت زيان ورسيد، د جرمني حکومت په مؤقت ډول د نه منل سوو مهاجرو اخراج بند کړ، خو اوس بيرته د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ روانه ده.

عبدالغفور چي د مهاجرو د ملاتړ د يو غير دولتي سازمان مشر دی وايي چي زياتره بيرته اخراج سوي هڅه کوي چي سمدستي بيرته له هيواده ووځي. د هغه په خبره څه وخت مخکي يي له څلورو يا پنځو هغو افغانانو سره خبري کړي چي له آلمان څخه اخراج سوي ول، خو اوس په يونان کي تر سختو شرايطو لاندي ژوند کوي.

له سره د ژوندانه ستونزمن پيل

افغانستان له اروپايي ټولني هيوادونو سره ژمنه کړې ده چي خپل ځيني مهاجر به ومني او په بدل کي به پرمختيايي کومکونه ترلاسه کړي. د غفور په خبره، پخوا به د مهاجرو له پاره نړيوال سازمان (IOM) بيرته لېږل سوي مهاجر، په اولو دوو اونيو کي په هوټلونو کي ځای پر ځای کول، خو اوس هغوی ته ۱۶۷ ډالره ورکوي. په افغانستان کي هوټلونه د امنيتي دلايلو له امله ډير ګران دي له همدې کبله مهاجر هڅه کوي د خپلوانو، ملګرو او يا هم دوستانو په کورو کي شپې تيري کړي.

آلمان که څه هم ۷۰۰ يورو هم ورکوي، خو د غفور په خبره ددغو پيسو د ترلاسه کولو له پاره ډيره بيروکراسي موجوده وي. د امنيتي دلايلو ترڅنګ سخت اقتصادي مشکلات هم، کابل ته د اخراج سوو کسانو ژوند له مشکلاتو سره مخامخ کوي.

د بخښني نړيوال سازمان غړې سميرا حميدي په خبره، له هغو کسانو سره چي دې خبري کړي دي، يوه يي هم کوم کار نه دی موندلی او نه يي هم د اوسيدو سم ځای. زياتره مهاجر د کابل نه دي. که هغوي خپلو ټاټوبو ته ولاړ سي، نو له سخت خطر سره به مخامخ سي.

غيرمسوولانه عمل

په کابل کي د مهاجرو د ملاتړ غيردولتي سازمان مشر عبدالغفور په نظر، چي پخپله هم په ۲۰۱۳م کال کي له ناروي څخه اخراج سوی، وايي چي په هيواد کي وضعيت نور هم پسي خراب سوی او افغانان باید په غير مسوولانه ډول اخراج نه سي. د غفور په نظر، که څه هم له يوې خوا له طالبانو سره د سولي هڅي رواني دي، خو په عين حال کي ترهګري بريدونه هم ترسره کيږي چي په لسونو ملکي کسان پکښي قرباني کيږي. له بلي خوا غفور د داعش مليشو ته هم اشاره کوي چي تر طالبانو لا خطرناک او ظالمان دي.

د سميرا په خبره د داعش اغيزه ورځ په ورځ په افغانستان کي زياتيږي. هغې وويل: «زما په نظر نړيواله ټولنه او امريکا متحده ايالات په هيڅ صورت ددغي ستونزي د حل له پاره نوره علاقمندي نه لري. ترهګري مليشې د افغانستان د سولې او امنيت له پاره يو لوی ګواښ دی. افغانستان لا دې حالت ته نه دی رسيدلي چي مهاجر بيرته ومني، دا ځکه چي حکومت يي امنيت نه سي نيولاي.»

ډيويډ ايل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل