افغانستان او پاکستان کې سړې هوا او اورښتونو ۴۳ کسان وژلي
۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبهپه پاکستان کې د ۲۵ کسانو د مړینې رپوټ ورکړل شوی دی چې زیاتره زیان په سویل ختیځ ایالت بلوچستان کې اوښتی دی. د دغه ایالت د طبیعي آفاتو سره د مبارزې ادارې مشر عمران زرکون، ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه په خبره زیاتره کسان د سختې واورې له کبله د کورونو د چتونو د راغورځیدو له کبله وژل شوي دي.
په بلوچستان ایالات درنه واوره د يو شمیر لویو لارو د تړل کيدو سبب شوی ده. د پنجاب ایالت د بیړنیو مرستو ادارې یوه چارواکي عبدالستار ویلي دي چې د سختو اورښتونو له کبله یوولس تنه مړه شوي دي.
د چارواکو په وینا په افغانستان کې د ژمي سخت موسم د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۸ تنه وژلي دي. د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې یوه چارواکي حسیب الله خان شیخاني ویلي دي چې په افغانستان کې زیاتره لوی لارې د درنې واورې د اورښت له کبله بندې شوي دي او د برف کوچونو اندیښنې هم شته.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي ویلي دي چې په دغه ولایت کې سختو بارانونو اته تنه وژلي دي. د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده ویلي دي په دغه ولایت کې اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې د یوې کورنۍ پنځه غړي هم پکې شامل دي. د هلمند د ولایتي ادارې ویاند عمر ځواک هم ویلي دي چې په دغه ولایت کې سخت اورښتونو درې تنه وژلي دي.
په پلازمېنه کابل کې هم هوا ډیره سړې ده چې پکې د تودوخې درجه یې منفي ۱۵ ته رسیدلې ده او خلک د ورځنیو چارو په ترسره کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.