1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان ۴۸ ساعته وخت لري چې خپل د خوښې نوماند انتخاب کړي

حسین سیرت۱۳۹۳ فروردین ۱۳, چهارشنبه

چهارشبنه د ولسمشریزو او ولایتي شوراگانو د ټاکنیزو کمپاینونو وروستۍ ورځ ده. د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان په دغه ورځ کوڅه په کوڅه وگرځیدل او د خلکو کورونو ته ورغلل.

https://p.dw.com/p/1BaC1
انځور: DW/H. Sirat

د موټرو کاروانونه چې د ولسشمریزو او ولایتي شورا گانو د نوماندانو انځورونه پرې نصب شوي ول، د کابل ښار په کوڅه کې گرځیدل او د هیواد په اړه سندرو له غږولو سره یې خلک په ټاکنو کې گډون ته هڅول. یو شمیر نوماندانو خپل انځورونه کور په کور ویشل.

د سکوت دوره

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له نوماندانو څخه وغوښتل چې د چهارشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د شپې له ۱۲ بجو وروسته نور کمپاین و نه کړي او په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې افغانانو ته وخت ورکړي چې په آرامۍ کې د خپل د خوښې نوماند وټاکي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر محمد یوسف نورستاني، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د اپریل میاشتې ۲مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: «موږ له ټولو نوماندانو څخه هیله کوو چې د چهارشنبې په ورځ د شپې له دولسو بجو وروسته خپلو مبارزو ته ادامه ور نه کړي او د افغانستان خلک دې ته پریږدي چې د ولسمشریزو او ولایتي شوراگانو د نوماندانو په اړه خپل تصمیم ونیسي.»

د دغه کمیسیون چارواکي وايي په هغه صورت کې چې ټاکنې دویم پړاو ته وغځیږي دوی په دغه پړاو کې د ټاکنو د په لاره اچولو له پاره چمتوالی لري. د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو روښانه کړه چې شاوخوا درې میلیونه کسانو په وروستو وختونو کې نوم لیکنه کړې ده او د رایې کارتونه یې اخیستي دي چې په ډله کې یې تر یو میلیون زیاتې ښځې دي.

د ټاکنو کمیسیون دا هم په گوته کړې ده چې ۶۷ کورني او ۱۶ نړیوال بنسټونه به د ټاکنو څارنه وکړي. همداشان ۷۱ ملي او ۴۵ نړیوالیو رسنیو، ۳۱ سیاسي گوندونو، د ولسمشریز ټاکنو اوو تنو نوماندانو خپل استازي دوی ته د ناظر په توگه ورپیژندلي دي. پر دې سربیره د ولایتي شوراگانو ۱۸۱۷ کاندیدانو هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته خپل استازي د څارونکو په توگه معرفي کړي دي. د کمیسیون په حواله ټول ټال ۲۶۵ زرو تنو د ټاکنو د څارونکو کارتونه ورکړل شوي دي.

ښاغلي نورستاني په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د ټاکنو د تر سره کیدو له پاره چمتووالی نیول شوی دی او د طالبان گواښ نه شي کولاي ټاکنې اخلال کړي او یا هم د ټاکنو د تر سره کیدو پریکړې ته بدلون ورکړي. هغه زیاته کړه: «موږ خپل شريف ملت ته ډاډ ورکوو چې کمیسیون بشپړ تیارۍ لري ترڅو په ټاکلې نیټه ټاکنې تر سره کړي. موږ د کمیسیون په استازیتوب له ټولو خلکو څخه غواړو چې د رایې د صندوقونو پر لور ولاړ شي او خپلې رایې وکاروي.»

نوموړي کمیسیون پر دې خبره ټینگار وکړ چې په خپلواکه توگه عمل کوي او هیڅ کورني او بهرني بنسټ ته اجازه نه ورکوي چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

متفاوتې ټاکنې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي وایي چې د هغو اندیښنو پر خلاف چې د حمل د میاشتې د ۱۶مې نیټې د ټاکنو په اړه موجودي دي، د افغانستان خلک په ډیر شدت سره په ټاکنو کې له گډون کولو سره لیوالتیا لري او غواړي د ټاکنو پر ورځ د رایې د صندوقونو پر لور ولاړ شي.

په دغه خبري کنفرانس کې د ټاکنو د رسینو د کمیسیون مشرې فریده نیکزاد، وویل: «په رښتیا چې دا ځل ټاکنې متفاوتي دي. موږ ډیر خوشبینه یو. موږ ټولو هغو ولایتونو ته چې سفر کړی د خلکو نظرونه مو اخیستي دي او ډیره خوشبیني موجوده ده.»
میرمن نیکزاد له ټولو رسنیو څخه وغوښتل چې د سکوت په دورې کې د قانون پر اساس عمل وکړي او د نوماندانو په گټه او تاوان هیڅ رنگه تبلیغ و نه کړي. هغې همداشان له رسنیو څخه وغوښتل چې د ټاکنو پر ورځ وړې امنیتي پیښې لویې و نه ښيي، او هڅه دې وکړي چې په راتلونکو دوو ورځو کې خلک په ټاکنو کې گډون کولو ته تشویق کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب