1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان نور آنلاین د پاسپورت ترلاسه کولو غوښتنه کولی سي

۱۳۹۷ اسفند ۲۱, سه‌شنبه

د افغانستان د کورنيو چارو او مخابراتو وزارتونو اعلان کړی چي تر دې وروسته وگړي کولای سي آنلاين د پاسپورت تر لاسه کولو غوښتنليکونه وړاندي کړي. دغه بهیر به په درو مياشتو کي د افغانستان په بهرنيو نمايدگيو کي هم پيل سي.

https://p.dw.com/p/3EsIb
Afghanistan Reisepass
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د افغانستان د مخابراتو وزارت او د پاسپورت رياست د سه شنبې په ورځ د انترنيت له لاري د پاسپورت غوښتلو سيستم پرانيست. د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ دفتر وايي چي د دغه سيستم له فعاليدو سره افغانان کولای سي په درو ورځو کي پاسپورت ترلاسه کړي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وياند ساير ځلاند، دويچه ويله ته وويل: «د پاسپورت ترلاسه کولو پروسې د اسانۍ له پاره مخابراتو وزارت د پاسپورت له رياست سره کار وکړ چي د پاسپورت تر لاسه کولو له پاره ۱۶ لاسليکونه نهو لاسليکونو ته راکښته کړي او خلک وکولای سي په درو ورځو کې پاسپورت تر لاسه کړي.»

د مخابراتو وزرات د معلوماتو له مخي د دغي سيستم په پيلېدو سره به هره ورځ تر لسو زرو پوري وګړي وکولای سي چي پاسپورتونه ترلاسه کړي او همزمان شپږ زره کارکوونکي کولای سي د خلکو غوښتنليکونو ته رسيدگي وکړي.

سرحدي پوليسو ته اسانتياوي

د مخابراتو وزارت وياند وايي چي دغه سيستم د افغانستان له ټولو هوايي ډگرونو او بندرونو سره تړل سوی او د پاسپورت لرونکو ټول مشخصات پکښې ثبت دي. دغه کار به د افغانستان سرحدي پوليسو ته ډيري اسانتياوي رامنځ ته کړي.

ځلاند په دې اړه وايي: «دا چي دغه سيستم له ټولو هوايي ډگرونو او بندرونو سره تړلی دئ، هغه کسان چي پاسپورتونه يې ورک سوي وي او يا هغه کسان چي ممنوع الخروج اعلان سوي وي، ډير ژر پيژندل کيدای سي.»

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخي په درو مياشتو کي به د افغانستان ټول سفارتونه او سياسي نمايندگۍ هم له دغه سيستم سره وصل سي او په بهر کي میشت افغانان به هم وکولای سي چي د پاسپورت تر لاسه کولو له پاره له آنلاين لاري غوښتنليک وړاندي کړي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي چي پتېيل سوې ده چي د ترافيکو سيستم په ځانگړې توگه د موټروانۍ جواز ترلاسه کول به هم الکترونيکي سي او کار يې په سلو کي ۸۰ تکميل سوی دئ.

تر دې مخکي خلکو په ورځو ورځو انتظار کاوه چي د پاسپورت نوبت ور ورسيږي او په ځينو ولايتونو کي يې حتي مياشتي وخت نيوه.