1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان د ترهګري او اداري فساد په منګولو کې

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۱۹, سه‌شنبه

افغان حکومت نه یوازې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ دی، بلکي دغه حکومت په عین حال کې د خپل ځان له خوا له رامنځ ته شویو ستونزو سره هم لاس او ګریوان دی. کارپوهان وایي چې د افغان حکومت تر ټولو لویه داخلي ستونزه اداري فساد دی.

https://p.dw.com/p/19eb5
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د افغانستان په لویدیځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشر قادر رحیمي، وايي: «اداري فساد د افغان حکومت پاته قانونیت هم له خطر سره مخامخ کړی دی. خلک پر حکومت باندې اعتماد نه لري. هغوی په دې باور نه لري چې دولت دې د ټولو د ښېګڼې له پاره کار وکړي.»

هغه وایي چې نړیوالې ټولنې تر اوسه پورې خپل تمرکز له ترهګرۍ سره مبارزې ته اړولی دی. د بشري حقونو د دغه کارپوه په خبره اوس نو د دې وخت رارسیدلی دی چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د دغه هیواد «تر ټولو لوی دښمن» اداري فساد ته خپل پام واړوي.

د یوې ګډې سروې له مخې چې د افغان حکومت او ملګرو ملتونو له خوا ترسره شوې ده ښيي چې پنځوس سلنه افغانانو په ۲۰۱۲ کال کې د عامه خدمتونو د ترلاسه کولو له پاره رشوت ورکړی دی. دغه سروې ښيي چې افغانانو په دې کال کې ۳.۹ میلیارده ډالر رشوت ورکړی دی.

پلان شوې ده چې ټول نړیوال جنګي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسئولیتونه په خپله افغانانو ته وسپاري. که څه هم له تیرو یوولسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ناټو تر سلو زرو ډیر سرتیري میشت ول خو په دې هیواد کې اوس هم امنیت ټینګ شوی نه دی او له طالبانو سره اوس هم جګړه روانه ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې (یوناما) په خبره د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو په تلفاتو کې ۲۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتیدو یو لامل په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول پر حکومت باندې د خلکو د اعتماد نه شتون بلل کیږي. د سینایي پرمختیایي ادارې سیمه ییز مشر عبدالخالق ستانکزی، وایي: «د خلکو او دولت تر منځ ډیر زیات واټن موجود دی. افغانان له هغو میکانیزمونو او وسایلو څخه برخمن نه دی چې غږ یې د دولت غوږونو ورسیږي.» د هغه په خبره له کبله د دولت او خلکو تر منځ د بې اعتمادي یوه فضا رامنځ ته شوې ده.

پر دولت باندې بې اعتمادي د لاس ته راوړنو او ژمنو تر منځ د توپیر، د حقونو د نه مراعتیدو، ټولنیز عدالت او برابري د نه شتون له کبله د ډیریدو په حال کې ده.

په کابل کې د The Liaison Office د ادارې کارکوونکی اصف کریمي، وایي: «په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته خلکو د یوه شفاف او د برابري پر اصولو ولاړ حکومت د جوړیدو غوښتنه کوله. اوس هیڅوک له حکومت څخه کومې هیلې نه لري.» د ښاغلي کریمې دفتر په افغانستان کې د سولې پر پروګرامونو باندې کار کوي.

د هرات پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې استاد میرویس ایوبي، وايي چې د افغان حکومت د بې کفایتي له کبله پر طالبانو باندې اعتماد د ډیریدو په حال کې دی: «که تاسو له طالبانو څخه وغواړﺉ چې [دوو کسانو تر منځ] یوه شخړه حل کړي، نو هغوی د پېسو د غوښتلو پر ځای د شخړې پر حلولو باندې تمرکز کوي.» د پوهنتون دغه استاد اداري فساد د خلکو او حکومت تر منځ د اعتماد د له منځه تلو تر ټولو لوی لامل بولي.

د شفافیت نړیوال سازمان د ۲۰۱۲ کال له پاره په خپل رپوټ کې افغانستان د نړۍ تر ټولو دریم په فساد اخته هیواد بللی وو. تر افغانستان مخکې د سومالیا او شمالي کوریا نومونه راغلي ول.

په لندن کې د کینګ له کالیج څخه پروفیسو انتونیو ګویستازي، وايي چې افغانستان ته د ډیرو مالي مرستو ورکول او د هغوی پر مصرفیدو باندې د لازمو څارنیزو میکانیزمونو نه شتون د دې سبب شوی دی چې په دغه هیواد کې اداري فساد ډیر شي.

پر دې سربیره په افغانستان کې د ادارې فساد د یوې برخې پړه پر نړیوالې ټولنې باندې هم اچول کیږي. د مدني ټولنې غړی سید اکرام افضلي وايي: «نړیوالې ټولنې جنګسالارانو ته سیاسي او مالي قدرت ورکړی دی. دغو کسانو جنایتونه کړي دي، په زرهاو وګړي یې وژلي دي او اوس په اداري فساد کې ښکیل دي.»

ښاغلی افضلي وايي چې پر دې ټولو ستونزو سربیره اوس هم هیلې شته. هغه وایي چې جنګسالاران اوس د خلکو په منځ کې ډیر محبوبیت نه لري. هغه وايي چې خلک به یوه ورځ د دغو کسانو له منګولو ځانونه آزاد کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب