1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کډوال په بلغاریا کې ووژل شو

۱۳۹۴ مهر ۲۴, جمعه

بلغاریایي چارواکو ویلي دي چې یو افغان کډوال له سرحدي ساتونکو سره د کشمکش له کبله وژل شوی دی. ویل کیږي چې دغه کس د افغان کډوالو له یوې لوې ډلې سره سفر کاوه او غوښتل یې ځان د ترکیې له لارې اروپا ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/1GpAE
انځور: picture-alliance/dpa

دغه افغان کډوال د بلغاریا سویل ختیځ ښار سریدیتس ته نزدې ویشتل شوی دی. د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغه کډوال روغتون ته پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پولیسو یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د کډوالو یوې لویې ډلې له ترکیې څخه بلغاریا ته د ننوتو هڅه وکړه. یو کس په دې پیښه کې د ډزو له کبله ټپي شو.»

چارواکي په دې اند دي چې دغه کس او له هغه سره مل نور کډوال د افغانستان وګړي وو.

د بلغاریا د پولیسو راډیو د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت د یوه لوړ پوړي چارواکي جیورجي کاستوف، په حواله ویلي دي چې دوو سرحدي پولیسو ولیدل چې شاوخوا ۵۰ غیر قانوني کډوال د بلغاریا خاورې ته ننوتل.

کاستوف زیاته کړې ده: «هغوی د پولیسو له خوا د نیول کیدو پر مهال مقاومت وکړ. یوه پولیس اخطاریه ډزې وکړې، د هغه په خبره، یو کډوال تر هغه وروسته ټپي شو چې پر ځمکه لګیدلې مرمۍ بیرته پر هغه باندې ولګیدله. دغه کډوال بیا وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

چارواکو ویلی دی چې د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي. د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي هغه مخکیني رپوټونه نه دي تایید کړې چې ویل یې د کډوالو په ډله کې یو شمیر یې په وسلو سمبال وو.

د پولو ساتل

د بلغاریا لومړي وزیر بویکو بوریسوف، تر هغه وروسته په بروکسل کې د کډوالو په اړه یوه غونډه پریښوده چې د دغې پیښې په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

د اروپايي ټولنې مشر دونلد تسک، د جمعې په ورځ وختي وویل چې بلغاریایي لومړي وزیر هغه ته خبر ورکړی دی چې خپل هیواد ته ستنیږي. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي هیوادونه له ترکیې سره د سرحدونو د ساتلو په اړه یو تړون اعلانوي.

د دغه افغان کډوال وژل کیدل په بلغاریا کې د اروپا د کډوالو د کړکیچ له پیل راهیسې تر ټولو لویه پیښه ده. بلغاریا په وروستیو وختونو کې له ترکیې سره پر خپله پوله باندې د ساتونکې شمیر لوړ کړی دی او پر دې سربیره یې په ۳۰ کیلو متر سیمه کې اغزن سیم غځولی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب