1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کډوال: د ابوظبۍ په کمپ کې رواني ناروغان شوې یو

۱۴۰۰ آذر ۲۰, شنبه

زرګونو افغانان د ابوظبۍ بشردوستانه ښاري کمپ کې انتظار باسي، چې کله به امریکا ته یوړل شي. په دې کمپ کې زیاتره هغه افغانان مېشت دي، چې د ايالاتو سره د همکارو افغان ځواکونو غړي وو. هغوی بې برخلیکه حالت اندیښن کړي.

https://p.dw.com/p/447x1
Ramstein, Deutschland | Lager für Geflüchtete aus Afghanistan auf US Stützpunkt
زيات شمير افغانان په المان کي هم د متحده ايالاتو په نظامي اډه کي په انتظار دي چي ايالتو ته انتقال کړل سيانځور: Olivier Douliery/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د پخواني حکومت له پرځيدو او د طالبانو واکمیندو سره زرګونه افغانان له هېواده وتلو ته اړ شول.

امریکا متحده ایالاتو او د جرمني په ګډون یو شمېر اروپایي هېوادونو د تخیلې په عملیاتو کې زرګونه هغه افغانان وایستل، چې له دوی سره یې په نظامي او یا هم ملکي برخو کې دندې ترسره کړې وې.

امریکا متحده ایالاتو د تخلیې په عملیاتو کې ایستل شوي افغان همکاران په یوه درېیم هېواد کې د اسنادي پروسې او قرنطین په موخه ځای پر ځای کول.

یو هم له دې کمپونو په ابوظبۍ کې د (emirates humanitarian city) يعنې د اماراتو د بشردوستانه همکاریو کمپ دی، چې امریکا ته تلونکي ډېر شمېر افغانان ورته راوړل شوې دي او د تېرو څو میاشتو راهیسې انتظار باسي چې امریکا ته یوړل شي.

په دې کمپ کې مېشت افغان کډوال چې د ډيرو سره کورنۍ او ماشومان هم مل دي، امریکا ته د تګ ځنډيدو او بې برخلیکه حالت اندیښن کړي، چې  څو ورځې وړاندې یو شمېر کډوالو په دې کمپ کې په اختجاج هم لاس پورې کړی و.

په کمپ کې یو افغان کډوال اسلام الدین چې د خپلو ماشومانو سره په لوبو بوخت و، په ستړي او مایوسه کوونکي لهجه دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، دوی نه پوهیږي، چې نور به څومره دلته پاتې شي او کله به امریکا ته یوړل شي.

هغه وایي: «زه په اسنادو دلته راغلی یم. اته نهه کال مې امریکایانو سره دنده اجرا کړې. نه پوهیږو موږ کله وړل کیږو. په کوټو کې د بندیانو غوندې ژوند دی. موږ یو او ماشومانو مو دي او ټوله ورځ په دې تېريږي چې شور مه کوه او دا مه کوه. والله چې نور رواني ناروغان شوي يوو.«

اسلام الدین وایي، ځينې وخت اوازې اوري، چې بیرته وطن ته لیږل کیږي. هغه د پوښتنې په توګه وایي چې دا څنګه ممکنه ده، ځکه چې په خبره يې: «هلته هغوی (طالبانو) زموږ کورونه چوړ کړل، زموږ موټر یې وړې دي او موږ بیا د بلا خولې ته ولیږل شُو.«

 د ابوظبۍ په کمپ کې یو بل افغان کډوال چې خپل نوم بهار راپیژني دویچه ویلې ته وویل، کلونه یې له امریکایانو سره په خوست ولایت کې په کي پي ایف ځواکونو کې دنده ترسره کړې. هغه هم په دې کمپ کې د کډوالۍ ژوند او امریکا ته د تګ اوږده انتظار ستړی کړی: « کوم خلک چې بې اسنادو راغلي هغوی امریکا ته ورسیدل، موږ د وطن لپاره قربانۍ ورکړې او د امریکا تر قوماندې لاندې مو دندې اجرا کړې، خو دلته مو هیڅ برخلیک معلوم نه دی. هره هفته زموږ نوم لیکنه روانه وي، خو نتیجه نه لري.»

بهار زیاتوي، اوس ورځ په ورځ له دوی او په کمپ کې د کډوالو سره دا اندیښنې په ډيریدو دي، چې دوی بیرته هېواد ته ونه لیږل شي.

امریکا متحده ایالاتو په تدریجي توګه په جرمني او قطر کې له  کمپونو څخه هغه افغانان امریکا ته انتقال کړي، چې د تخیلې په عملیاتو کې یې راوستي ول، خو ویل کیږي د ابوظبۍ له کمپ څخه امریکا ته د افغانانو د انتقال لړۍ لا نه ده شروع شوې.

په کمپ کې یو بل کس، جاوید خان، بیا د خوراک او روغتیایي اسانتاوو په برخو کې له ستونزو سر ټکوي. هغه وایي، داسې خوراکونه ورکول کیږي، چې د خوړلو نه وي او آن ماشومان خو یې هیڅ نه خوري.

جاوید خان په دې هکله دا هم وویل: »داسې خوراک دی، چې والله که مو په ژوند په وطن کې خوړلی وي. زما ماشومان دا ډوډۍ نه خوري. د باندې هوټل نه توکي راغواړم. کله چې دلته راتلو، په کابل کې امریکایانو یوه اندازه پیسې راکړي وې. ښځې او ماشومان اوس ناروغان دي او نه پوهیږم، تر کله به دلته پاتې شو.«

اوس مهال شاوخوا ۹۰۰۰ افغان کډوال په ابوظبۍ کې د اماراتو د بشري مرستو همکاریو کمپ کې د ژوند شپې او ورځې تیروي، چې له یو شمېر افغانانو سره یې کورنۍ او ماشومان هم مل دي. 

دا افغانان د کابل له سقوط وروسته د امریکايي ځواکونو له لورې د تخلیې په عملیاتو کې راویستل شوي وو.

فريدالله ظاهر