1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغان چارواکي: یاغیانو په نورستان کې کلینیک سوځولی

۱۳۹۷ خرداد ۲۴, پنجشنبه

د نورستان والي ویلي دي چې وسله والو په دغه ولایت کې یوه کلینیک ته اور اچولی دی. د کلینیک یو شمیر پرسونل هم برمته نیول شوي.

https://p.dw.com/p/2zX19
Afghanistan Nuristan
انځور: Getty Images

اسوشیتد پرس خبري آژانس د نورستان د والي حافظ عبدالقیوم له قوله لیکلي دي چې دغه کلینک تر ۲۰۰۰ زیاتو کسانو ته خدمات برابرول.

د نورستان د والي په خبره دغه پيښه د پنجشنبې په سهار په کامدیش ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده او د کلینیک اووه کارکوونکي هم برمته شوي چې بیا وروسته یې پنځه تنه بیرته آزاد کړی شوي دي.

حافظ عبدالقیوم په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي چې دوه ډاکټران لا هم د یاغیانو په ولکه کې دي. هغه ویلي دي چې د کلینیک ټول تجهیزات هم سوځول شوي دي.

په دغه ولایت کې د روغتیا ریاست مشر ذکي الله ستوري ویلي دي چې دغه کلینیک چې تر ۲۰ زیات کسانو د بستریدو ظرفیت یې درلود د دغه لیرې پرتې سیمې د اوسیدونکو له پاره ډیر مهم وو. د پيښې مسوولیت لا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

که څه هم د روژي میاشتي ۲۷مې نیټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې ورځې پورې افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړی دی، خو تیره اوونۍ د افغانستان بیلا بیلي سیمې د سخت تاوتریخوالې شاهدې وې. د افغان حکومت د اوربند په غبرګون کې طالبانو یوازې د اختر په درو ورځو کې اعلان کړی دی.