1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: «په خوست کې په ډیورنډ پوله درنه جګړه روانه ده»

۱۳۹۷ تیر ۲۴, یکشنبه

د یکشنبې ورځې په سهار د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ کې په ډیورنډ پوله د مندتې او سیدې په سیمو کې د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې ده.

https://p.dw.com/p/31TWz
Afghanistan Grenzpolizei Grenze zu Pakistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

 د خوست والي ویاند طالب منګل دویچه ویلې ته وویل، جګړه له ډيورنډ پولې راوښتو وسله والو پیل کړې ده، چې درنې وسلې هم پکې کارول کیږي. ښاغلی منګل وایي، تر اوسه ۱۰ وسله وال مخالفین وژل شوې دي او د هغوی یو شمېر جسدونه هم پاتې دي، خو د درییو ملکي افغانانو وژل هم تایدوي. نوموړی وایي، سیمې ته تازه دمي افغان ځواکونو رسیدلې دي. د رپوټ لیکلو پرمهال په ځایي وخت ۲ بجې دا جګړه دوام لري.

د خوست پولیسو ویاند عبدلبصیر بینا وایي، دا جګړه د پاکستانۍ ملیشې په ملاتړ پیل شوې ده، چې په وینا یې د څو وسله والو جسدونه په جګړې میدان پاتې دي او دقیقه معلومه نه ده، چې هغوی څومره مرګ ژوبله لري، خو وروسته به د پېښې دقیق تلفات او د وژل شویو وسله والو د هویت په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

د ځاځي میدان ولسوالۍ یوه اوسیدونکي متین دویچه ویلې ته د تیلفون په لیکه وویل، سهار وختي له ډیورنډ ها غاړې راوښتو وسله والو په کلیو او ولسي خلکو ډزې پیل کړې، چې ځايي اوسیدونکو  اربکیو هم د هغوی په مقابل کې جګړه پیل کړه. نوموړی وایي، درې ملکي کسان وژل شوې دي او څو نور ټپیان دي، خو اوس افغان ځواکونه د جګړې میدان ته رسیدلې دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

چارواکو ويلي چي په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ځايي خلک د قومي دود له مخې وسله وال اربکې لري، په خاوره د تیري پرمهال لومړۍ هغوی د جګړې میدان ته ځان رسوي.

څو میاشتې وړاندې هم په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ولسي خلکو، افغان پوځ او پاکستاني ځواکونو درنه جګړه شوې وه، چې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې وه.

جګړه لا هم دوام لري او وروستي تلفات به یې وروسته په ډاګه شي.

خبریال: عرفان الله سمسور