1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تاجک يا روسي الوتکې د افغانستان سرحدي سيمه بمبار کړې»

۱۳۹۷ شهریور ۵, دوشنبه

د رويترز خبري آژانس د دوشنبې په ورځ د يوه افغان چارواکي له قوله خبر ورکړی چې یوې تاجک يا روسي الوتکې د تخار ولايت درقد ولسوالۍ کې هوايي بريدونه کړي دي. بریدونه د تاجکستان پولې ته څيرمه تر نښتې وروسته شوي دي.

https://p.dw.com/p/33opu
Afghanistan US-Kampfjets F16
انځور: Imago/UPI Photo

د تخار ولايت د پوليسو وياند خليل اسير، د دوشنبې په ورځ وويل چې د تاجکستان سرحد ته څيرمه دغه هوايي بريدونه د وسله والو طالبانو سره په نښتو کې د دوو تاجک سرحدي سرتيرو تر وژل کيدو وروسته پیل شول.

اسير زياته کړه چې په دې نښتو کې اته تنه وسله وال هم وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو هم د نښتو او ورپسې د هوايي بریدونو خبر تائید کړی دی.