1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

«د طاهر خان دواړ جسد د پاکستان قونسلګرۍ ته سپارل کیږي»

۱۳۹۷ آبان ۲۳, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبر تائید کړی دی چې په ننګرهار کې یو جسد موندل شوی دی چې د طاهر خان داوړ د پولیس کارت ورسره دی.

https://p.dw.com/p/38Fmr
Tahir Dawar Khan
انځور: khybernews.tv

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر ۱۴مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت ته خبر ورکړی دی چې د ننګرهار په دور بابا کې ځایي خلکو د سه شنبې په ورځ یو مړی موندلی دی. په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې افغان لوري له دغه مړي سره د طاهر خان داوړ د پولیس د کارت موندل کیدل هم تائید کړي دي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې ځایي پولیسو ته د دغه جسد تر سپارل کیدو وروسته، هغه د مومندرې ولسوالۍ ته وړل شوی دی او له هغه ځایه د افغان چارواکو له لوري جلال آباد ته انتقالیږيږي. تر دې وروسته به بیا دغه جسد د پاکستان قونسلګرۍ ته وسپارل شي. زیاته شوې ده چې د اړونده قانوني چارو تر بشپړیدو وروسته به دغه جسد د تورخم له لارې پاکستان ته انتقال شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې تیرې شپې راهیسې په دې اړه په پاکستان کې د افغانستان له سفارت او په کابل کې د بهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کې دي.

طاهر خان څرنګه لادرکه شو؟

د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو دغه جګپوړی چارواکی د اکتوبر میاشتې په ۲۶مه نیټه په اسلام آباد کې لادرکه شو. له تیرې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه مړي انځورونه لاندې باندې کیدل چې ګنې دا د طاهر خان داوړ جسد دی. خو د پاکستان رسمي مقاماتو تر ننه پورې په رسمي توګه دغه خبر نه وو تأیید کړی.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ یا د ولسي جرګې غړي محسن داړو، له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې دا مهال د هغه جسد په جلال آباد کې دی او په خبره یې «د پولیسو یو ټیم تورخم ته تللی او د جسد تر لاسه کیدو انتظار باسي چې پيښور ته یي انتقال کړي.»

خو محسن داوړ وویل چې له پاکستاني چارواکو به دا پوښتنه وکړي چې د پاکستاني پولیسو دغه چارواکي څرنګه له اسلام آباده لادرکه شو او بیا یي مړی په احتمالي توګه په افغانستان کې وموندل شو. هغه زیاته کړي چې چارواکي به «هرومرو ځواب ورکوي».

په پاکستان کې په خواله رسنیو کې د پولیسو د دغه چارواکي د مړیني په هکله چې د شمالي وزیرستان اوسیدونکی وو بیلا بیل غبرګونونه ښوول کیږي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار آفریدي، د طاهر خان مړینه یوه حساسه موضوع بللې او په دې هکله یي له څه ویلو ډډه کړې ده. د پاکستان مشهور خبریال سید طلعت حسین، پر خپله تویتر پاڼې لیکلي دي: «د کورنیو چارو وزیر شهریار آفریدي د دې بې رحمانه قتل په هکله خبرې نه کول د افسوس وړ دي. د هغه دا ویل چې دا یوه حساسه موضوع ده، نور شکونه رامنځ ته کوي.»

همداشان د پاکستان یو شمیر سیاستوالو او خبریالانو ويلي دي چې له اسلام آباده د دغه چارواکي تښتول او په ننګرهار کې یي د مړي موندل جدې پوښتني راولاړوي.