شخړي
افغان ځواکونو په ننګرهار کې په غلطۍ شپږ ملکيان وژلي
۱۳۹۸ خرداد ۴, شنبهاعلان
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي، ویلي دي چې د شنبې په شپه په ترسره شویو عملیاتو کې همداراز لس یاغیان هم وژل شوي دي. عملیات د ننګرهار ولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې ترسره شوي.
چارواکو روښانه کړې ده چې د وژل شویو ملکیانو موټر له هغه سیمې څخه تیریده چې افغان ځواکونو اټکل کوه طالبان ترې د تیښتې هڅه کوي نو له دې کبله یې پر موټر برید وکړ او په غلطۍ یې ملکیان ووژل.
د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي اجمل عمر، بیا ویلي دي چې اوس د سیمې اوسیدونکو د پیښې د قربانیانو مړي د جلال آباد ښار ته راوړي دي او د عدالت غوښتنه کوي.
(ms/ ks (ap)