افغان ځواکونو د طالبانو له یوه زندان څخه ۸۴ تنه آزاد کړي
۱۳۹۸ خرداد ۱۶, پنجشنبهد طالبانو دغه زندان د افغان امنیتي ځواکونو د یوه لړ شپني عملیاتو په پایله کې د افغان سرتیرو لاس ته لویدلې دي. د فارياب د والي وياند جاويد بيدار د پنجنشبنې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جون ۶مه) دويچه وله ته وويل چې دغه بنديان تيره شپه د افغان امنيتي ځواکونو په يوه عمليات کې چې د پریکړنده ملاتړ ځواکونو ملاتړ هم ورسره وو، د قیصار ولسوالۍ په شاخ سيمه کې د طالبانو د يوه پخواني زندان څخه آزاد شوي دي.
بيدار وويل: «له دغه زندان څخه ۸۴ تنه بنديان خوشي کړل شوي چې په هغو کې د ملي پوليسو او ملي اردو سرتيري، ملکيان او د داعش ډلې اته تنه جنګيالي شامل دي.»
د بيدار په وينا د داعش ډلې ياد اته غړي تر دې مخکې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې طالبانو ته تسليم شوي وو چې په دغه زندان کې ساتل کيدل. هغه همدا راز وويل: «په دغو عملياتو کې د زندان څلور طالب ساتونکي هم د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي او د عملياتو پر مهال جګړه نه ده شوې.»
د فارياب د والي ویاند زياته کړه چې د طالبانو له بنده راخلاص شوي ټول بنديان اوس ميمنې ښار ته راوړل شوي. هغه روښانه کړه چې تر اوسه د خوشي شويو کسانو د روغتيايي وضعيت په اړه معلومات نه لري. لا تر اوسه پورې دا هم روښانه نه ده چې افغان چارواکي به د داعش ډلې له غړو سره چې په دې زندان کې موندل شوي دي څه وکړي ځکه ډغه ډله هم د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخته ده.
کریم صالح