افغان مهاجري د امریکا ایالتي پارلمان ته لار موندلې
۱۳۹۷ آبان ۱۶, چهارشنبهمیرمن وزیر یوازې شپږ کلنه وه چې کورنۍ یې په ۱۹۹۷م کال کې د طالبانو رژیم پر مهال، له افغانستانه وتښتیده. لس کاله یې په ازبکستان کې ژوند وکړ او بیا په ۲۰۰۷م کال کې له خپلې کورنۍ سره د «نیو همپاشیر» ایالت پلازمینې کانکورد، ته ګډه شوه. داسې باور کیږي چې هغه به لومړنۍ مهاجره وي چې د دغه ایالت پارلمان ته لار مومي.
میرمن وزیر په ګوندي ټاکنو کې له خپلې سیمې څخه سابقه کار سیاستوال دیک پاتین، ته په سپتمبر میاشت کې ماتې ورکړه. د هغې بریا ډیر کسان حیران کړل، ځکه د هغې سیال څلور وارې د دغې سیمې استازیتوب کړی وو. د روان میلادي کال په سپتمبر میاشت کې صفیه وزیر ته «د رهبري په برخه کې د جرائت» جایزه هم ورکړل شوه.
میرمن وزیر په ۱۶ کلنۍ کې لیسه پیل کړه. د شپې به یې درس وایه او د ورځې به یې کار کاوه. په دې ترتیب سره هغه په ۲۰۱۳م کال کې د امریکا متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه کړ. صفیه وزیر واده کړی، دوه ماشومان لري او په جنوري میاشت کې خپل دریم ماشوم ته سترګې په لار ده. صفیه وزیر لا درو میاشتو حامله وه چې خپل انتخاباتي کمپاین یې پیل کړ.
د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال صفیه وزیر ویلي وو چې د بریالیتوب په صورت کې، په خپله سیمه کې د ښوونځیو پر امنیت، عمومي امنیت او زده کړې، د ناروغتیا په صورت کې بامعاشه رخصتي، روغتیايي بیمې او د کورنیو د بیې د کنترول په برخو کې کار کول غواړي.