1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان مهاجر: فرانسوي پوليسو راباندي هوايي ډزي وکړې

۱۴۰۰ فروردین ۸, یکشنبه

افغان مهاجرو د شنبې په ورځ فرانسوي پوليس په دې تورن کړل چي د دوی د بيرولو په مقصد يې هوايي ډزي کړي دي. فرانسوي پوليسو دغه تور رد کړی دی.

https://p.dw.com/p/3rIMf
Symbolbild Migrant überquert Italien-Frankreich-Grenze
انځور: Imago/ZUMA Press

د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي افغان مهاجرو پر فرانسوي پوليسو د هوايي ډزو تور لګولی دی. د ادعاوو له مخي د ايټاليې سره پر پوله فرانسوي پوليسو هوايي ډزي وکړې چي افغان مهاجر وبېروي.

د انسا خبري آژانس د خبر له مخي د ادعا سوي پيښي وروسته يوه ۱۱ کلنه افغان ماشومه د شوک له کبله روغتون ته داخله کړل سوې. په تورين کي د ماشومانو د حقونو مسؤل يو څارنوال ته امر سوی چي ياده قضيه وڅېړي.
 

د افغان ماشومي مور د سره صليب کار کوونکو ته د مارچ په ۲۵ وويل چې دوی د فرانسې سرحد ته نژدې روان ول چي فرانسوي پوليس راورسېدل او هوايي ډزي يې وکړې. د دغې افغانې مېرمني په وينا دا د خپل مېړه او لور سره و سرحد ته نژدې له خپل مؤقتي سرپټي څخه دباندي راوتلي ول چي دا پېښه وسوه. افغانې مېرمني ويلي: »هغوی موږ مخاطب کړو او راباندي ږغ يې وکړ چي ودرې. ما د ډزو ږغونه واورېدل.«

يولس کلنه افغانه انجلۍ په تورين ښار کي په روغتون کي تر درملنې وروسته اوس بیرته رخصت کړل سوې. دغې انجلۍ باندي ډزي نه دي لګېدلي خو د ډزو له کبله شاک سوې وه. د انجلۍ مور ويلي چي د ډزو ږغ دغې انجلۍ ته په افغانستان کي د هغه بمي بريد ياد ورتازه کړی ؤ چي دا يې په ۷ کلنۍ په افغانستان کي شاهده سوې وه.

د فرانسې ځايي ژانده ماري پوليسو و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي هيڅ ډزي نه دي سوي او دا چي دا »يوه افواه» ده. د پوليسو وياندي ويلي: »د هر څه کنټرول او پخلی وسو په شمول د وسلو او مردکو د شمېرنې او د تورونه د پخلي له پاره هيڅ شواهد ونه موندل سول.«


آ./ا.ا./ا.خ.ح

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: