«افغان عسکر پر بهرنيو ځواکونو ډزې وکړې»
۱۳۹۶ خرداد ۲۷, شنبهاعلان
پېښه د ۲۰۹ شاهين په قول اردو کې رامنځ ته شوې چې د مزار شريف له ښاره دباندې پروت دی.
د پېښې په اړه معلومات عبدالقهار آرام ورکړي چې په بلخ ولايت کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند دی. يوه امريکايي پوځي چارواکي هم پېښه تائيد کړې ده.
بريد کوونکی افغان عسکر په دغه پېښه کې د ښاغلي آرام په قول وژل شوی دی. ځايي رسنيو ضد او نقيض راپورونه خپاره کړي دي. د ځايي امنيتي چارواکو په قول داسې هم ويل شوي دي چې په نخښه شوي څلور بهرني عسکر وژل شوي، نورو بيا ويلي چې ټپيان شوي دي.
د پېښې په هکله يوه امريکايي پوځي چارواکي فقط دغومره ويلي دي چې يو نامعلوم شمېر امريکايي عسکر په دغه بريد کې په نخښه شوي او ژوبل شوي دي، په داسې حال کې چې يو افغان عسکر وژل شوی او يو بل هم ټپي شوی دی.