1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

افغان شکمن بریدګر وايي هالند اسلام ته سپکاوی کړی

۱۳۹۷ شهریور ۱۳, سه‌شنبه

د دوشنبې په ورځ د هالند څارنوالانو ویلي دي چې په امستردام ښار کې شکمن افغان بریدګر په دې باور دی چې په دې هیواد کې اسلام ته سپکاوی شوی. په دې ترتیب څارنوالان فکر کوي چې اسلام ته سپکاوی د دې برید انګیزه وه.

https://p.dw.com/p/34FlF
Niederlande, Amsterdam: Polizeieinsatz am Hauptbahnhof
انځور: picture-alliance/dpa/A. Furtula

وروسته له هغې چې دغه ۱۹ کلن افغان پناه غوښتونکی په امستردام ښار کې د اورګاډو مرکزي تم ځای ته ورسید، اوس پر نوموړي افغان د یوه ۳۸ کلن سیلاني له پارونې پرته د وژنې د هڅې تور دی. څارنوالانو ویلي دي چې په امستردام ښار کې پر امریکایانو د دوی د تابعیت له کبله برید نه دی شوی او زیاتوي چې تورن بریدګر په دې هم نه پوهیدو چې دوی امریکایان دي.

د هالند څارنوالانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د تورن کس دښمني له دغه اروپايي هیواد سره وه په کوم چې نوموړي د چړې برید کړی دی.

یادو څارنوالانو په اعلامیه کې همدا راز ویلي دي چې د هغه [۱۹ کلن افغان شکمن بریدګر] له خبرو داسې ښکاري چې هغه په دې باور دی چې په هالند کې حضرت محمد، قرآن شریف، اسلام او الله ته په وار وار سپکاوی شوی دی. نوموړي بریدګر د خپل اعتراف پرمهال په ځانګړې توګه د خیرت ویلدرز د نوم یادونه کړې چې اسلام ته د سپکاوي له کبله شهرت لري.

څارنوالانو همدا راز ویلي دي چې تر اوسه پورې د شکمن کس له خبرو دا واضح ده چې دغه کس د ترهګریز برید انګیزه درلوده...او دا چې نوموړي د همدې هدف له پاره هالند ته سفر کړی.

په عین وخت کې د دوشنبې په ورځ آلماني چارواکو بیا ویلي دي چې دغه کس په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې او دا چې دغه کس ته په آلمان کې د امنیتي تهدید په سترګه نه وو کتل شوي.

Großbritannien London - Geert Wilders
انځور: Imago/Zuma Press/J. Goodman

هالندي سیاستوال خیرت ویلدرز غوښتل چې د اسلام د پیغمبر د کاریکتور سیالي پيل کړي. هغه تیره اونۍ له خپله دغه کار څخه لاس پر سر شو او د کاریکاتور سیالي يې لغوه کړه. نوموړي د سیالۍ د لغوه کیدو دلیل د مرګ ګواښونه او د خلکو ژوند ته را ولاړ شوي تهدیدونه په ګوته کړل. څارنوالانو بیا ویلي دي چې تورن بریدګر په خپل بیان کې د کاریکاتور د سیالۍ یادونه نه ده کړې.

د سیالۍ تر لغوه کیدو وروسته ویلدرز په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي ول: «مسلمان ترهګر زموږ د ژوند کولو له ډول او آزادیو سره کرکه لري. دوی پر اسلام انتقاد ته د زور زیاتي په ژبه ځواب ورکوي.»

څارنوالانو د تورن افغان بریدګر نوم جاوید س. ښوولی دی. په هالند کې د شخصي معلوماتو د پټ ساتلو د قانون له مخې د یوه تورن کس بشپر هویت نه په ډاګه کیږي. څارنوالانو په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي دي چې تر اوسه پورې داسې نخښې هم نه دې لیدل شوي چې جاوید س. به له نورو کسانو سره په ګډه دغه کار کړی وي.

د امستردام ښار د اورګاډو په تم ځای کې تر برید وروسته، پولیسو نوموړی بریدګر په ډزو ټپي کړ او د درملنې په موخه تر اوسه په روغتون کې دی. د دوشنبې په ورځ د پیښې د پلټنې له پاره ګومارل شوي قاضي د تړلو دروازو تر شه په یوه پریکړه کې امر صادر کړی چې جاوید باید د دوو نورو اونیو له پاره هم په توقیف کې وساتل شي. پر نوموړي باندې د دوو امریکایانو د ټپي کولو له کبله د ترهګریزې انګیزې لرونکي برید تور دی.