1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سياستواله سولې ته په محتاطانه ډول خوشبينه ده

۱۳۹۸ آبان ۹, پنجشنبه

افغان سياستواله فوزيه کوفي وايي افغان ښځې پرته له دې هیلې بل هیڅ انتخاب نه لري چې طالبان به د سولې له پاره د ښځو حقونو ته درناوی وکړي. نوموړې ښايي په چين کې د بين لافغاني خبرو په دريمه غونډه کې هم گډون ولري.

https://p.dw.com/p/3SHI2
Fauzia Kofi Afghanistan GANZER KOPF AUSSCHNITT
انځور: Getty Images

له طالبانو سره په دې وروستيو کې په ترسره شويو غونډو کې تل د افغان ښځو استازيتوب شوی دی او افغان ښځو په  دغه غونډو کې د ښځو په اړه د طالبانو نظر پوښتلی دی. د افغانو ښځو پوښتنه دا ده چې آيا په اړه یې د طالبانو په دريځ او نظر کې بدلون راغلې او که نه.

افغان سياستواله فوزيه کوفي، چې د لومړۍ ښځې په توگه د يوه سياسي گوند مشري کوی، هم له طالبانو سره د سولې په دې هڅو کې ونډه لري. نوموړې په روان کال کې د بين الافغاني مذاکراتو په دوو غونډو کې گډون درلود. هغې د رويترز له خبري آژانس سره په يوه مرکه کې وويل: «موږ بل انتخاب نه لرو. د ډېرو نورو ښځو په څېر زه هم په ځانگړي توگه د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو د نظر او درک په اړه انديښه لرم.»

نوموړې زياته کړه: «خو دا چې هېوادوال مې له څلورو لسیزو راهيسې له جگړې کړيږي، نو زه فکر کوم چې د ټولو هیله يوه رښتیني سوله ده. نو په دې توگه زه هم  پرته له دې بل انتخاب نه لرم چې په محتاطانه ډول خوشبينه واوسم.»

۴۴ کلنه کوفي ښايي د بين الافغاني مذاکراتو په دريمه غونډه کې چې انتظار کیږي د چين په کوربتوب په پيکنگ کې جوړه شي، هم گډون وکړي. تر دې دمخه په مسکو او قطر کې هم ورته غونډې جوړې شوې دي.

د افغانانو د ترمنځ دغه خبرې اترې د امريکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ يوه تړون ته د رسېدو له پاره د هلو ځلو سره موازي روانې وې. د طالبانو او امريکا ترمنځ که څه هم چې دغه خبرې اوس ځنډيدلي خو انتظار کیږي چې ژر به بيرته پېل شي.

Katar Doha | Friedenkonferenz für Afghanistan
له طالبانوسره تر اوسه په ترسره شويو بين لافغاني غونډو کې ښځې هم شامل وېانځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

خو اوس پوښتنه دا ده چې آيا د طالبانو په دريځ کې دومره کافي بدلون راغلی او که نه چې هغوی به د افغانستان د نوي نسل چې په تیرو اتلس کلونو کې یې لبراله دوره تجربه کړې، هیلو او غوښتنو ته درناوي وکړي.

فوزيه کوفي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا طالبان به خپل کلک دريځ ته تغير ورکړي، وويل: «بدلون يوه ډېره پراخه اصطلاح ده.» هغې زياته کړه: «د ځينو ټولنيزو مسئلو په اړه یې ښايي نظر د هغوی د واکمنې د وخت په پرتله بدلون موندلی وي. خو هغوی بايد په عملي ډول وښيي او داسې اقدامات وکړي څو وښيي چې د افغانستان د پرمختگ پر لاره کې خنډ نه دي.» 

هغې وويل چې که هر څه کیږي ښځې بايد د سولې د پروسې له وجې زيان ونه مومي.

«سياسي حضور»

طالبان په دې وروستيو کې ځانونه د مخکې په پرتله زيات معتدل معرفي کوي او وايي چې اسلام ښځو ته د مثال په توگه د تجارت او ملکيت، وراثت، زده کړو، کار او د ژوند د ملگري د انتخاب په برخه کې حقونه ورکړي دي. 

خو فوزيه کوفي به چې د ديپلوماسۍ په برخه کې یې تر ماسترۍ لوړې زده کړې کړي، يوازې دې ته په انتظار پاتې نه شي چې نارينه به د ښځو هیلو او غوښتنو سره ځانونه عیار کړي.

کوفي چې ځان د ښځو د حقونو پلوۍ بولي، د «افغانستان له پاره د بدلون بهير» په نوم گوند جوړ کړی څو په سياسي واک کې د عادلانه ونډې د ترلاسه کولو لار ورته هواره شي.

هغه وايي چې گوند یې یوازې د ښځو له پاره نه دی خو موخه یې دا ده چې د هېواد د نيم نفوس چې د هغې په وينا نورو سياسي گوندونو هیر کړی دی، د گټو ساتنه وکړي. نوموړې زياتوي: «موږ په قدرت کې د ښځو سياسي حضور ته اړتيا لرو څو جوړښتونو ته په داخليدو هلته گټور او معنادار حضور پيدا کړو.»

زموږ له آرشيف څخه: