1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خبريالانې: هغه ورځې نږدې دي چې په رسنيو کې به هيڅ ښځه نه وي

۱۴۰۱ مهر ۱۱, دوشنبه

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې(نی) په یو تازه رپوټ کې ویلي دي چې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته شاوخوا ۹۳ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او پاتې ۷ سلنه له سختو بندیزونو سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/4Hh0n
Afghanistan Sender TOLO News | Khatereh Ahmadi, Moderatorin
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم احساس کېده چې ښځې به نورې ونه تاوانېږي چېخپلو دندو ته دوام ورکړي، خو ښځېنه خبریالانې له ویرې درلودلو سربېره خپلو دندو ته ستنې شوې  او د وخت په تیرېدو سره دې چارې همداسې دوام و نه کړ.

دوه ورځې وړاندې یوې خبریالې لېمې سپېڅلې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې له یک ټلویزیون سره کار پیل کړی و، پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې د طالبانو د حکومت د ورستیو محدودیتونو له امله نور نه شي کولای خپل کار ته دوام ورکړي او په رسمي ډول له دندې استعفا کوي.

خبریالې لېمې سپېڅلې له دویچه ویله سره په خبرو کې دا موضوع تایید کړه خو له دې یې ډډه وکړه چې ولې او د کومو محدودیتونو له امله دندې پرېښودلو ته مجبوره شوې ده.

د طلوع نیوز یوې  برحالي خبریالي هد نوم نه اخېستو په شرط دویچه ویله ته وويل چې محدودیتونه ډېر دي او ممکن لوی علت د دوی د همکارانو د کار پرېښودو همدا وي. خو هغې  زياته کړه چې پر دې محدودیتونو سربېره د رسنیو کم معاشونه یا د مالي سرچېنو کمښت  هم د ښځينه خبريالانو د کار پرېښودو یو لامل دی.

اړوند: د رسنیو د سرغړونې کمېسیون جوړېدل؛ خبریالان یې بې ګټې بولي

د مینه اکبري په نوم د خورشید ټلویزیون یوه پخوانۍ خبریاله بيا وایي چې په افغانستان کې داسې ورځ راتلوونکې ده چې په افغان رسنۍ کې به هېڅ ښځېنه خبریاله شتون ونه لري.

مینه اکبري له دویچه ویله سره په خبرو کې وایي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې په خورشید ټلویزیون کې دنده درلوده خو وروسته یې د طالبانو د محدودیتونو او ګواښونو له امله نه یوازې دنده، بلکې وطن هم پرېښود چې اوس له سختو کړاوونو سره مخ ده:«ما دنده درلوده او په ژورنالیزم کې کار مې له علاقي سربېره د نفقي ګټلو ښه سرچېنه هم وه، خو د طالبانو له واکمنېدو سره نه یوازې پر رسنۍ محدودیتونه وه، بلکې موږ د تیرو فعالیتونو له امله هم ګواښل کېدلو، زه اوس په پاکستان کې بې سرنوشته یم او دې ستونزو رواني ناروغه کړې یم.  زه فکر کوم که په افغانستان کې د ښځو په تړاو د طالبانو همداسې چلند دوام وکړي نو هېڅ ښځه به تیاره نه وي چې په رسنۍ کې کار وکړي.»

اړوند: «په افغانستان کې رسنيو ته ټاکل شوي اصول يو طرفه دي»

په پاکستان کې مېشته د طلوع نیوز پخوانۍ خبریاله خاطره احمدي چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو سره یې په پټ مخ خبرونه وویل، وایي چې لومړنی او ستر محدودیت همدا و چې موږ د زندانیانو په څېر په پټ مخ د ټلویزیون پردې ته راوړل شو او دا واقعاً سخته وه او موږ مجبورې وو چې دندې پرېږدو.

هغه وايي:»که څه هم موږ له مخکې د همداسې یو چلند تمه درلوده خو هغه ټولې ورځې راته ډېرې سختې وي چې د زندانیانو او ګناهګارو په څېر مو مخونه پټ او هېڅ راته ځان د انسانیت برخه نه ښکارېده، نو موږ به په کومه روحیه کار کړی وای.«

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وايي، د یوې نوې سروې له مخې چې دوی د تيري اګسټ میاشتې په جریان کې پر کابل سربېره په یو شمېر لویو ښارونو کې کړې وه، په ډاګه کوي چې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې شته ستونزې او محدودیتونه د دې لامل شوي چې شاوخوا ۹۳ سلنه ښځینه خبریالانې او رسنیزې کارکوونکې وزګارې شي او یا هم خپلې دندې پرېږدي.»

اړوند: 

طالبانو ولې پر رسنیو محدودیتونه وضع کړي؟

د دې ادارې مشر ظریف کریمي دویچه ویله ته وويل: «زموږ سروې ښيي چې د رسنیو ۹۳ سلنه کارکوونکو او ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا له هېواده وتلي دي  دي. یوازې ۷ سلنه ښځینه خبریالانې په افغانستان کې کار کوي.»

هغه زياته کړه: «زموږ موندنې ښيي چې د طالبانو له محدودیتونو سربېره د رسنیو د مالي سرچېنو کموالی یا مالي ستونزې هم د دې لامل دي. خو داسې ښکاری چې طالبانو پر تیرو محدودیتو سربېره تازه محدودیتونه هم وضع کړي دي».

اړوند: د ښځو د راډيو مشره: موږ نه تسلیمیږو

خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف  وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر دغه ادعا ردوي او وايي، چې د حجاب له حکم پرته دوی پر ښځینه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو هېڅ  کوم بندیز نه دی لګولی:

«موږ له حجاب پرته هېڅ کوم بندیز نه دی لګولی او هغه د اسلامي شریعت غوښتنه ده او جبري ده.موږ د ښځو له کار سره هېڅ ستونزه نه لرو او نه مو کوم نوی بندیز وضع کړی خو زه فکر کوم لوی علت يې خپله رسنۍ دي چې معاش نه شي ورکولی.»

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره  د ګڼو ښځېنه خبریالانو د کار پرېښودو سربېره یو شمېر رسنیو هم خپل فعالیت درولی دی چې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو او د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو اندېښنې یې زیاتې کړي دي او ډېر خبریالان اوس بې کاره دي.