افغان حکومت د افغانستان د جګړې خصوصي کول رد کړي
۱۳۹۷ مهر ۱۳, جمعهد بلک واټر مشر ایریک پرینس چې شرکت یې د عراق په جګړه کې شهرت وموند، له یوه کال راهیسې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي عملیاتو د خصوصي کولو هڅې پیل کړي دي. کابل ته په وروستي سفر کې د بلک واټر مشر له ځينو افغان سیاستوالو سره ملاقاتونه کړي او د جګړي د خصوصي کولو کمپاين يې پیل کړی دی.
هغه په دې سفر کې پر نیویارک ټایمز سربیره له طلوع نیوز او یو شمیر نورو رسنیو سره هم مرکې وکړې او د جګړې د خصوصي کولو په هکله یې پر وړاندیز شوي پلان بحثونه وکړل.
په داسې حال کې چې د راتلونکي کال په اپریل میاشت کې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې پلان شوي دي، ولسمشر غني په وار وار سره دغه وړاندیز رد کړی دی. په عین حال کې د پنجشنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې پر ۴ نیټه» د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سالاکار د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاده موضوع غندلې او دغه شان بحثونه یې مخرب او ستونزمن بللي دي.
د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په اعلامیه کې همدا راز راغلي: «په هیڅ راز شرایطو کې به افغان حکومت او خلک د ترهګرۍ ضد جګړې د خصوصي او د تجارتي کولو اجازه ور نه کړي.»
په عین وخت کې د روان کال په اګست میاشت کې د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس هم د جګړې د خصوصي کولو موضوع رد کړې او ویلي ول: «که چیرته د امریکایانو د خپل ملت د اعتبار موضوع مطرح وي، نو په دې صورت کې [د جګړې] خصوصي کول ښايي یو عاقلانه اقدام نه وي.»
افغان چارواکي بیا وايي چې د امریکايي پوځي سلاکارانو پر ځای د خصوصي او شخصي قراردادیانو د ګومارلو اقدام به د حکومت مشروعیت لا هم تر پوښتنې لاندي راولي او دغه اقدام به د طالبانو هغو تورنو ته لا ډیر اسناد په لاس ورکړي چې وايي د افغانستان جګړه د بهرنیانو د ګټو له پاره روانه ده.
په دې هکله یو افغان جګپوړي امنیتي چارواکي چې ډیر جدي نه ښکارید وویل: «که چیرته دوی دغه کار وکړي، حتی زه به له طالبانو سره یوځای شم.»
د بلک واټر شرکت مشر په خپله هم د امریکا د سمندري ځانګړو ځواکونو غړی وو. د هغه خور بیټسي دي فوس همدا اوس د ولسمشر ترمپ په اداره کې د معارف وزیره ده. د بلک واټر شرکت مشر پرینس غواړي چې د امریکا متحده ایالاتو او نورو هیوادونو تقاعد شوي سرتیري له افغان سرتیرو سره ګډ کړي او په دې توګه په افغانستان کې د امریکايي او ناټو د پوځي سلاکارانو پر ځای یې وګوماري.
د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو پلان په اصل کې تیرکال هغه مهال رابرسیره شو، چې ولسمشر ترمپ د افغانستان د جګړې له پاره خپله نوې ستراتیژې جوړوله، خو هغه مهال دغه راز یو پلان عملي نه شو او د دې پر ځای واشنګټن پریکړه وکړه چې افغانستان ته لا ډیر تازه دمي سرتیري واستوي.
اوسمهال امریکا متحده ایالات په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتیري لري چې د ناټو د پريکړنده ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او سلا مشورې په برخه کې فعالیت کوي. امریکايي ځواکونه همدا راز په ځینو مواردو کې د ترهگري ډلي داعش پر ضد د ترهګرۍ ضد په ماموریتونو کې هم برخه اخلي.
د افغانستان له پاره د ولسمشر ترمپ په ستراتیژۍ کې چې نږدې یو کال وړاندې اعلان شوه، افغانستان ته د لا ډیرو سرتیرو د استولو او د طالبانو پر اهدافو باندې د هوايي بریدونو د ډیرولو تر شا هدف په اصل کې د خبرو میز ته د طالبانو هڅول په ګوته شوي دي.
زموږ له ارشيف څخه: