افغان حکومت: تیره میاشت ۲۴ تنه د سیلابونو له کبله وژل شوي
۱۳۹۸ خرداد ۴, شنبهد اسوشتيد پرس خبري آژانس د افغان حکومت په حواله ليکي دي چې د تيرې مياشتې په جریان کې د شديدو وروښتونو او سيلابونو له کبله په رامنځ ته شویو پيښو کې لږ تر لږه ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ تنه نور ټپيان شوی دی.
د افغانستان د پيښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې له خوا د دوشنبې په ورځ په يوه خپرې شوې اعلاميه کې راغلي دي چې خلکو ته دغه مالي او ځاني زيانونه د کابل په ګډون د افغانستان په شپږو ولايتونو کې اوښتي دي.
د دغې ادارې په وينا، شاوخوا ۵۰۰ کسان د باميان ولايت په مرکز او شيبر ولسوالۍ کې ژغورل شوي دي. په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې سختو ورښتونو د روانې مياشتې په دننه کې د ټول هيواد په کچه څه د پاسه ۲۲۰ کورونه له منځه وړي او ۱۱۶ نور يې په نسبي ډول تخريب کړي دي.
له بل لوري د روان کال په ژمي کې د افغانستان په مختلفو سيمو کې د واورې ښويدو پيښې هم رامنځته شوي چې له کبله یې ډيرې لارې بندي شوي هم دي. درنو ورښتونو او سيلابونو د روان کال له پيل راهيسې د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژلي دي.
ms/ks (ap)