1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: تر اوسه مو ۴۹۰ طالب زندانیان آزاد کړي

۱۳۹۸ خرداد ۲۳, پنجشنبه

د افغانستان حکومت وايي چې د سولې د لړۍ د پرمختګ په موخه یې د ټول هیواد له زندانونو څخه ۴۹۰ طالب زندانیان آزاد کړي دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي او په کابل کې د امریکا سفیر د حکومت د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/3KJzk
Afghanistan Bagram Gefängnis
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان حکومت ویلي چې له بن بست سره مخ د سولې د لړۍ د پرمختګ په موخه او د ښه نیت له پاره یې په ټول هیواد کې له زندانونو څخه د طالبانو ۴۹۰ تنه زندانیان آزاد کړي دی.

د حکومت د رسنیو د مرکز مشر فیروز بشاري د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۱۳ نیټه) اسوشیتید پریس خبري آژانس ته ویلي چې آزاد شوي طالب جنګیالي یا ناروغ وو او یا یې هم د بند موده له یوه کال څخه کمه پاتې وه.

بشاري اسوشیتید پریس خبري آژانس ته همدا راز ویلي چې آزاد شوي طالب زندانیان د ولسمشر غني د هغه فرمان په اساس له بند څخه آزادیږي چې د کوچني اختر په مناسبت یې د طالبانو د ۸۸۷ زندانیانو د آزادولو امر کړی وو. نوموړي په خپلو خبرو کې د پاتې طالب زندانیانو د آزادیدو د نیټې او وخت په هکله جزئیات وړاندې نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اوسمهال په کابل کې دی څو د سولې خبرې یو ځل پیل کړي.

سربیره پر دې، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د حکومت له لوري د طالب زندانیانو آزادیدل ستایلي دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د حکومت له لوري د طالب زندانیانو آزادیدل د سولې د خبرو او د اعتماد د [فضا] له پاره یوه ښه اقدام دی. زه دغه ګام ستایم او له دواړو لورو دغه راز کارونو [اقداماتو] ته سترګې په لار یم.»

په کابل کې میشت د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان بس د حکومت له لوري د طالب زندانیانو آزادیدل ستایلي دي او وايي چې تلپاتې سوله د ټولو [اړخونو] له لوري په بخښنه او پخلاینه کې نغښتې ده. جان بس په دې هکله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي: «د اختر له پاره د ځینو طالب زندانیانو په آزادولو سره د سیاسي حل لارې د زمینې د ښه والي له پاره د حکومت د هڅو هرکلی کوم. تلپاتې سوله د ټولو [اړخونو] له لوري په بخښنه او پخلاینه کې نغښتې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالات غواړي چې له طالبانو سره د خبرو له لارې د امریکا تر ټولو اوږدې بهرنۍ جګړې ته د پای ټکی کېدي او په دې برخه کې ځینې پرمختګونه هم شوي دي. افغان حکومت بیا تل د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت له طالبانو سره د سولې پر خبرو ټینګار کوي خو طالبان بیا له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو ډډه کوي او د افغانستان حکومت د یوه لاسپوڅي حکومت په توګه یادوي.