افغان بروس لي د هاليود خوبونه ويني
۱۳۹۳ اسفند ۲۶, سهشنبه
عباس عليزاده، په کابل کې د دارالامان ماڼۍ په ویجاړیو کې د ډیرو نندارچیانو په مخکي د کانفو تمرین کوي. دغه ځوان چې چینایي ستوري بروس لي ته ورته دی اوس د هالیود خوبونه ويني.
عليزاده تور سپورتي پتلون اغوستی او سپین ډبل کمربند يې تړلی دی. هغه د افغانستان په ساړه ژمي کې هم نازک بوټونه په پښو کړي دي او تمريمن کوي.
عليزاده اوس دومره مشهوره شوی دی، چې په ښار کې يې هرڅوک وويني غواړي چي عکسونه ورسره واخلي.
عليزاده په تویتر کې ۵۰۰۰۰ او په فیسبوک کې ۴۰۰۰۰ ملگري لري. له بروس لي سره د هغه ورته والی، دغه افغان ورزشکار په افغانستان کې ډېر مشهوره کړی دی.
عليزاده د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «کله چې زه اته کلن وم، نو ما د بروس لي فلمونه ولیدل او له هغه وخته یې تعقیبوم.» عباس زیاته کړې ده: «ما هغه وخت له ځان سره وویل چې زه به هم یوه ورځ د افغانستان بروس لي شم. زه پوهیږم چې زه بروس لي ته نه شم رسېدلای، خو زه د هغه پر پلونو پل ږدم.»
عليزاده نهه ورونه او خویندي لري. د هغه یو ورور چې احمد ضیا نومیږي د ده روزونکی دی. احمد ضیا وایي: «زه هیله من یم چې زما ورور به یوه ورځ په هالیود کې شامل شي.»
پخپله عليزاده غواړي چې یوه ورځ د چین له بل ستوري جکي چان سره یو ځای کار وکړي. د هغه نور د خوښي ستوري رامبو [اصلي نوم سلویستر ستلون]، چک نوریس او جان کلود ویندم دي.
خو د عليزاده تر ټولو لویه هیله دا دا چې د «مرگ د لوبې» په نوم فلم چې د بروس لي د مړیني له کبله نامکمله پاته دی، بشپړ کړي. هغه وایي: «بروس لی خپل وروستی فلم بشپړ نه کړ. د هغه دا فلم ناتمامه پاته شو. زما هدف د دغه فلم بشپړول دي.»
که هالیود ته ورسيږي که نه، عليزاده په کابل کې مشهوره دی. د هغه د سیمې یو اوسیدونکی علي مختار وايي: «عباس زموږ له پاره قهرمان دی. زموږ هیواد له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی، موږ هیله لرو چې عباس به زموږ د هیواد نوم روښانه کړي.»