1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افشاګر ادوارد سنودن له مطلق العنانۍ خبرداری ورکوي

۱۳۹۸ شهریور ۲۳, شنبه

په يو شمېر مرکو کې د امريکايي استخباراتو پخواني کارکوونکي سنودن د اقتدارطلبۍ له زياتېدو څخه خبرداری ورکړی دی. هغه په آلمان کې پناه هم غواړي او خپل نوی کتاب يې خپور کړی دی.

https://p.dw.com/p/3PbTQ
Edward Snowden
انځور: picture-alliance/Kyodo

شپږ کاله پخوا ادوارد سنودن د غربي څارګرو ادارو له خوا د انترنېټ د بې کنتروله څارنې چارې رابرسېره کړې وې. اوس دغه افشاګر له دې څخه خبرداری ورکوي چې د هانګ کانګ د قضيې په څېر دموکرات خوځښتونه کېدای شي د څارنې او جاسوسۍ د دستګاو له خوا خفه او ختم کړل شي.

له ترمپ، جانسن او آی اف دي ګوند څخه خبرداری

د آلمان په »شپيګل« خبري مجله کې دغه ۳۶ کلن سړي خبرداری ورکړی چې د متحده آيالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ او د بريتانيې د صدراعظم بوريس جانسن په څېر د سياستوالو مطرح کېدل يا په آلمان کې د ښي اړخي عوام پال ګوند »اې اف دي« يا »آلمان له پاره بديل ګوند« انتخاباتي برياوې بايد يوازې »له سياسي معيار څخه موقتي اوښت« ونه بلل شي. د هغه په خبره »هر ځای سياستوالو او شرکتونو درک کړې چې له تکنالوژيو کار اخيستلی شي څو نړۍ په يوه بې سارې نوې کچه اغېزمنه کړای شي.« سنودن خپله دغسې تخنيکي انکشافات د هر فرد له پاره هم خطر بولي. هغه د »زيود دويچه« ورځپاڼې ته ويلي دي «د بشپړ کنترول په يوه نړۍ کې چې له قانون څخه هر ډول سرغړونه پکې تعقيبيږي، به ټول خلک مجرمين وای.« سنودن په ورته وخت کې د »ارقامو د پراخې ټولونې« پای وغوښت چې دا خبره نه يوازې پر استخباراتو، بلکې همداراز د فيسبوک او ګوګل په څېر پر شرکتونو پورې هم صدق کوي. سنودن له »شپيګل« سره په مرکه کې وويل چې په لومړي قدم کې بايد د ځيرکو تليفونونو کاروونکو ته ښکاره کړل شي چې زموږ هر پل او مزل څنګه څارل کيږي او تعقيبيږي. هغه اضافه کړه چې «که بل هيڅوک ورته بديل رامنځ ته نه کړي، نو زه به يې خپله په هره بيه جوړ کړم.»

Buchcover Permanent Record von Edward Snowden
د سنودن له خوا خپور شوی کتابانځور: picture-alliance/AP/Metropolitan Books

په آلمان کې د پناه غوښتنه

سنودن د »وېلت« ورځپاڼې ته هم ويلي چې »که آلمان پناه راکړي، نو اوس به نور د امريکا متحده آيالاتو پر ضد يو مخالف کار ونه ګڼل شي.« د هغه په خبره دا خبره هر هغه چا ته څرګنده ده چې «په عيني او ذهني توګه تاريخ ته کتنه کوي.« آلمان له دې مخې له متحده آيالاتو سره ښې او دوستانه اړيکې لري. دا په داسې حال کې ده چې د متحده آيالاتو حکومت پر سنودن باندې د خيانت تور پورې کړی دی. خو په ورته وخت کې د سنودن پلويان دی د خلکو د شخصي حريم ساتونکی او مدافع بولي او د هغه د رابرسېره کولو او افشاګرۍ کار مشروع بولي. سنودن تر اوسه پر آلمان او فرانسې باندې تور لګولی وو چې د هغه په قضيه کې يې د هغه په خبره هيڅ کوښښ نه دی کړی. د هغه په خبره نوموړي غوښتل چې »د آلمان او فرانسې له خوا سياسي حفاظت ولري څو هلته د پناه غوښتنه وکړي. خو دغو حکومتونو داسې دلايل لټول څو د هغه د ورتګ مخه ونيسي.« د سنودن په خبره داسې څه يې نه دي خپاره کړي چې انسانانو ته يې پکې ضرر رسولی وي.

 

mak/cgn (dpa, afp)/ن ص/ا ا