1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افریقايي مهاجر دي په خپلو هيوادو کي پاته سي

۱۳۹۴ آبان ۲۱, پنجشنبه

د ميلیاردونو مرستي په ورکولو سره اروپايي ټولنه غواړي افریقايي هيوادونه د کډوالو په موضوع کي گډي همکارۍ ته وهڅوي. ټولنه غواړي نه یوازي د مهاجرت له عواملو سره د هغوی په هیوادونو کي مبارزه وکړي.

https://p.dw.com/p/1H4UD
انځور: Getty Images/AFP/F. Monteforte

اروپايي ټولنه غواړي د مهاجرو په شړلو او بیرولو سره هم هغوی په خپلو هيوادونو کي پاتېدو ته مجبوره کړي.

د مالتا په سرمشریزه کي د خبرو پر مهال د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل وویل، چي «زموږ کاري پلان له غیر قانوني مهاجرو سره مبارزه ده» د هغې په خبره باید په اروپا کي د هغوی له پاره د کارکولو قانوني لاري خلاصي سي.

پردې سربیره په سرمشریزه کي له افریقايي هيوادونو څخه دا غوښتنه موجوده ده، چي له خپلو اتباعو سره داسي چلند وکاندي، چي ځوانانو ته یې په خپلو هيوادو کي د پاتېدوچانس پیدا سي.

میرکل همدارنگه ټینگار وکړ، چي اروپايي ټولنه غواړي د قاچاقبرانو پرضد مبارزه وکړي او له افریقا سره یې د گډ کار ژمنه وکړه. خو له افریقا سره له ډیرو مرستو سره غوښتني هم تړلي دي. د لوکسامبورگ د دباندنیو چارو وزیر جان اسیل بورن اضافه کړه، «اروپا نور ددې گنجایش نه لري، چي که موږ هرهغه څوک چي دلته راځی، ورته ځای ورکړو.»

مرستي د گډ کار په بدل کي

د اروپا پارلمان رئیس مارتین شولڅ هم په ورته څرگندوني کړي دي. د هغه په خبره «موږ مجبوره یو د تیښتي عوامل ژر درک او په مؤثره ډول ورسره مبارزه وکاندو او همدارنگه پرمختيايي گډ کارونه په لازیاتي همکارۍ پوري وتړو.» شولڅ له دې مخکي خبرداری ورکړی ؤ، چي له ديکتاتورانو سره بايد اقتصادي مرستي نه وسي. دغه ډول کومکونه باید په دیموکراسۍ او پر قانون ولاړ یوه دولت په جوړولو باندي مربوط سي. هغه په دې خبري باندي د سرمشریزي اصلي سیاسي شخړه ایزه موضوع راپورته کړه.

د مالتا په سرمشریزه کي د اروپايي ټولني د غړو هيوادو تر څنگ د ۳۵ افریقايي هيوادونو دولتي او حکومتي مشران هم برخه اخلي.

اروپايي ټولنه غواړي د سرمشریزي په جوړولو سره افریقايي هيوادونه لا گډ کار ته تشویق کړي او د مهاجرت له عواملو سره په خپلو هيوادونو کي مبارزه وکاندي. په مالتا کي به په دغه برخه کي تر اوسه پوري پنځم کاري پلان په تصویب ورسیږي. خو دغه پلان د پخوانیو پلانونو سره په دې باندي تفاوت لري، چي په اوسنی کي ډیر د لنډي مودې او مشخص تدابیر شامل دي .

د هغه د عملي کولو له پاره به هم د اروپايي ټولني شورا ۱،۸ ميلیارده یورو او هم غړي هيوادونه په عین اندازه پیسې برابروي او د افریقا له پاره په نوي «وجهي صندوق» کي به یې اچوي.

اروپا ته دي د مهاجرو مخنیوی وسي

د اوسنۍ سرمشریزي اساسي پرنسیپ «ډیر د ډیر له پاره» دی. دا په دې معنی چي په هره اندازه چي افریقايي هيوادونه د مهاجرو د تگ لاري بندي، خو په خپلو هيوادونو کي هم ورسره مبارزه وکاندي، څو د قاچاقبرانو لاري بندي کا، خپل سرحدونه ډاډمن کا او خپل اتباع له مهاجرت کولو څخه راوگرزوي، په هغه اندازه اروپايي ټولنه غواړي هلته ډیري پرمختيايي پروژې جوړي کړي. مثلأ د کارځایونو د جوړولو په برخه کي پیسې ولگوي.

د پنځم کاري پلان فیصلې پر پنځو سیاسي نکتو باندي راڅرخي: د مهاجرت د عواملو پیژندل او ورسره مبارزه کول، د قانوني مهاجرت له پاره امکانات، له غیر قانوني مهاجرت او قاچاقبرانو سره مبارزه او همدارنگه د اخراج سوو مهاجرينو د منلو تړون.

د غیر حکومتي سازمانو له خوا انتقادونه

د MADE په نامه په افریقا کي د مهاجرو او مدني ټولنو انټرنیټي شبکې څخه اودیل فای وايی، چي له پرمختيايي مرستو څخه بايد د یوې وسیلې په توگه استفاده نه وسي، څو اروپاته د مهاجرتونو مخنیوی وسي.

دغه سازمان د مهاجرو له پاره اروپايي ټولني ته د ډاډمنو لارو جوړول او په ترانزیتي هیوادونو کي د هغوی د ښې ساتني او حمایې غوښتنه کوي. د بخښني نړۍ وال سازمان تر دې نور هم مخته ځي او وايی چي د اروپايي ټولني له پاره یوازي دا مهمه ده چي خلک ورته را نه سی او خپلي دروازې وتړي.

د دغه سازمان په خبره باید ټولنه کډوال بیرته ترانزيت او یا خپلو اصلي هيوادونو ته ونه شړي، بلکي باید اروپا ته د راتگ ډاډمني لاري پیدا کړي.