1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اف بي آی: د خطي بمونو شکمن استونکی ونيول شو

۱۳۹۷ آبان ۵, شنبه

امریکایي چارواکي د خطي بمونو د شکمن استونکي د نیولو خبر ورکړی. د «اف بي آی» مشر کريستوفر ورای، وويل چې په فلوريدا کې اوسېدونکي د دغه شکمن کس د ګوتې نښې پر يوه استول شوي پاکټ باندې موندل شوې.

https://p.dw.com/p/37GYv
USA Washington FBI Direktor Christopher Wray
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Brandon

د «اف بي آی» یا د امریکا پلټونو فدرالي ادارې مشر کريستوفر ورای، په واشنګټن کې تائيد کړه چې نيول شوی کس سېزار اس. نوميږي چې نوم يې تر مخه لا د امريکا په رسنيو کې هم خپور شوی وو.
د دغه شکمن کس او د هغه د اعمالو د ممکنې انګيزې په هکله البته د اف بي آی مشر او همداراز لوی څارنوال جېف سېشنس، څه ونه ويل. د رسنيو د راپورونو په حواله شکمن کس جرمي سابقه لري، د ۵۶ کلونو دي او په فلوريدا کې اوسيږي. دغه سړی چې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی، د جمعې په ورځ د پلانتېشن په نوم په يوه ښار کې ونيول شو.
ورای له سېشنس سره په يوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې پلټونکو په دوو بمونو باندې د هغه د ګوتې نښې او ممکن د «ډي ان آې» نښې هم موندلي وي. هغه د ګوتو له هغو نښو سره سمون خوري چې د يوه ليک په داسې يوه پاکټ باندې موجود ول چې نوموړي يوې دموکراتې د کانګرس استازې، ماکسين والټرس ته لېږلی وو. په پاکټونو کې دننه يو ۱۵ سانتي متره اوږد پلاستيکي نل يا پايپ، يو وړوکی ساعت، يوه بيټرۍ، کيبلونه يا مزي او داسې انرژي لرونکي مواد موجود ول چې په بالقوه توګه يوه چاودنه رامنځ ته کولای شي. 
آيا نور خطي بمونه هم استول شوي؟

پلټونکو تر اوسه پورې په مجموعي ‌ډول ۱۴ پاکټونه موندلي دي چې چاودېدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي وو. د «اف بي آی» مشر ورای، وويل سره له دې چې پلټنه يې لا بشپړه شوې نه ده خو داسې ويل کېدای شي چې دا هسې بې ضرره جعلي بمونه نه ول، بلکې په پاکټونو کې داسې مواد وو چې د چاودنې د رامنځ ته کولو وړتيا يې لرله. هغه خبرداری ورکړ چې ښايي نور پاکټونه لا پر لاره وي. 
لوی څارنوال جېف سېشنس، اعلان وکړ چې د شکمن کس پر وړاندې په پنځو مواردو کې د دعوې اقامه شوې ده. په دغو ټکو کې د چاودېدونکو موادو غيرقانوني لېږد او د پخوانيو ولسمشرانو پر ضد ګواښونه هم شامل دي. که شکمن کس پړ وبلل شي نو کېدای شي هغه تر ۴۸ کلونو پورې بندي شي. ويل شوي دي چې شکمن کس د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، يو کلک پلوي دی چې د توطيو ښي اړخې تيورۍ يې په انترنېت کې خپرې کړې دي. په ټولنيزو رسنيو کې د ځينو څرګندونو په ترڅ کې نوموړي د ځينو خطي بمونو تر لاسه کوونکي کسان هم ياد کړي ول. 

د بمونو تر لاسه کوونکي د ترمپ مخالفين دي

تر اوسه پورې هيچا ته زيان نه دی اوښتی. دغه پاکټونه د نورو تر څنګ پخواني ولسمشر بارک اوباما، او پخوانۍ د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلينټن، ته استول شوي ول. نور کسان پخوانی مرستيال ولسمشر جو بايدن، فلمي لوبغاړی روبرت دې نيرو، او مليارډر جورج سوروس، دي چې د مخالف دیموکرات ګوند له تر ټولو مهمو بسپنه ورکوونکو څخه شمېرل کيږي.

Florida Abtransort Lieferwagen Paketbomben Anschläge
د شکمن عامل موټر چې د ترمپ عکسونه ورباندې ليدل کيږيانځور: Reuters/WPLG