1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اعتراض کونکو په بغداد کې د امريکا پر سفارت بيا حمله وکړه

۱۳۹۸ دی ۱۱, چهارشنبه

په عراق کې د حشد شعبې ډلي په سلونو پلويان د دوهمې ورځې له پاره د امريکا سفارت مخې ته راټول شول او د سفارت پر ودانۍ يې ډبرې گوزار کړي. د حشد شعبي ډله د ايران ملاتړ لري. امريکايي ځواکونو د اعتراض کوونکو د شړلو هڅې کړي.

https://p.dw.com/p/3VZFE
Irak | Gewaltsame Proteste auf dem Gelände der US Botschaft
انځور: dpa/A. Al Mohmmedaw

رپوټونه وايي چې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ م کال د جنورۍ ۱ نیټه) هم د حشد شعبي ډلې په سلونو پلويانو د عراق په پلازمينه بغداد ښار کې د امريکا متحده ايالاتو سفارت مخې ته اعتراضونه کړي دي.

د رويټرز او اسوشتيد پريس خبري آژانسونو په حواله، اعتراض کونکو د امريکا د سفارت پر ودانۍ ډبرې وار کړي دي. دغه آژانسونه زياتوي چې په مقابل کې امريکايي ځواکونو هم د اعتراض د ګډوډولو په موخه پر مظاهره کوونکو له اوښکې بهونګي ګاز څخه کار اخيستی دی. 

د رپوټونو پر اساس، اعتراض کونکو تيره شپه د امريکا سفارت مخې ته خيمه وهلې وه او د نن ورځې تر سهاره هلته موجود ول.

Irak | Gewaltsame Proteste auf dem Gelände der US Botschaft
اعتراض کونکي د امريکا سفارت مخې تهانځور: dpa/K. Mohammed

عيني شاهداونو ويلي دي چې اعتراض کونکو دغه ځاي ته خوراکي مواد، د آشپز خانې وسايل او توشکې راوړي او دا د دې ښکارندوي کوي چې دوی غواړي د سفارت مخې ته د ډير وخت له پاره پاتې وي.

دغه اعتراضونه په عراق کې د کتائب حزب الله ډلې پر درو او په سوريه کې پر دوو پټنځايونو باندې د امريکايي ځواکونو د وروستيو حملو په غبرګون پيل شوي دي. نن د دغو اعتراضونو دوهمه ورځ ده. امريکايي ځواکونو د کتائب حزب الله پر پټنځايونو دغه حملې د عراق په کرکوک ښار کې د امريکايي ځواکونو پر ېوې اډه باندې د توغندويزو بريدونو په ځواب کې کړي دي. په دغه حمله کې يو غير پوځي امريکايي او څلور امريکايي پوځيان وژل شوي ول او دغه راز دوه عراقي امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي.

امريکا متحده ايالاتو په عراق کې پر خپل سفارت د اعتراض کونکو د حملې په غبرګون کې اعلان کړی دی چې په سيمه کې خپل ځواکونه زياتوي او منځني ختيځ ته نور ۷۵۰ سرتيري استوي.

په دې منځ کې د حشد شعبي ډلې چې د ايران له ملاتړه برخمنه ده، له اعتراض کونکو څخه غوښتي دي چې په عراق کې د امريکا سفارت مخې کې دې اعتراضونه پاي ته ورسوي او خپل تحصن ته دې په يوه بله سيمه کې ادامه ورکړي.