1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني د ترکیې په اسیا زړه کنفرانس کي برخه اخلي

۱۳۹۸ آذر ۱۷, یکشنبه

د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چي سبا دوشنبه د «سولې، گډون او هوسایني» په نوم د استانبول د پروسې کنفرانس اتمه دوره دایریږي. په دغه کنفرانس کي د گډون په خاطر جمهور رئيس غني ترکیې ته تللی..

https://p.dw.com/p/3UPho
Großbritannien Aschraf Ghani trifft Theresa May
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Dunham

ترکیه به سبا دوشنبه (د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر نهمه نیټه) د اسیا زړه په نوم د استانبول کنفرانس کوربه وي. د افغانستان جمهوري ریاست خبر ورکړی دی چي جمهور رئيس اشرف غني نن یکشنبه په دغه کنفرانس کي د شرکت په خاطر د یوه هییات سره ترکیې ته په سفر تللی دی.

د افغانستان خارجه وزارت خبر ورکړی دي چي کنفرانس به د اشرف غني او ترکیې د جمهور رئيس رجب طیب اردوغان په بیانیو سره شروع سي. وزارت همدرانگه ویلي دي چي د استانبول د پروسې کنفرانس به د «سولې، گډون او هوسایني» تر نامه لاندي دایر سي.

Türkei Konferenz der Organisation für islamische Zusammenarbeit in Istanbul
انځور: Getty Images/AFP/K. Ozer

که څه هم په دغه کنفرانس کي یوازي خارجه وزیران گډون کوي، خو اشرف غني یوازنی کس دی چي د جمهور رئيس په حیث په هغه کي برخه اخلي. په هغه کي د سیمي  ۱۵ خارجه وزیران او ۱۲ بين المللي بنسټونه هم برخه اخلي.

دا هم په داسي حال کي ده چي د دوو ورځو راهیسي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي خبري په دوحه کي پیل سوي دي.