1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسپر: امريکايي عسکر بايد د خپلو کړنو ځواب ووايي

۱۳۹۸ آبان ۲۶, یکشنبه

د متحده آيالاتو د دفاع وزير مارک اسپر د خپل پوځ پر قضايي نظام ډاډ څرګند کړی چې کولی شي عسکر د خپلو کړنو د مسئوليت منلو ته وهڅوي.

https://p.dw.com/p/3TBHL
USA Delegation Verteidigungsministerium in Kabul Afghanistan
انځور: picture alliance/AP Photo/L. C. Balbor

دغه خبره دوه ورځې وروسته له هغې کيږي چې ولسمشر ترمپ په جنګي جرايمو تورن دوه افسران بخښلي ول. ترمپ همداراز د سمندري ځواک يوه ټولۍ مشر ته چې رتبه يې تنزيل شوې وه، بېرته ترفيع ورکړې ده. د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان او عراق په څېر هېوادونو ته د دغسې بخښنو پر وخت څنګه اطمينان ورکړل شي، اسپر وويل: «موږ يو ډېر موثر پوځي نظام لرو.»
دا په داسې حال کې ده چې منتقدينو ويلي دي چې د ترمپ له خوا دغسې بخښنې دا پيغام لري چې د جګړې په ميدان کې شوي جنايتونه زغمل کيږي. ترمپ د دغو درو تنو عسکرو په قضيو کې مداخله کړې وه: ډګرمن کرينت لورانس، ډګروال ماتيو ګولستين او د سمندري ځواک ضابط، ادوارد ګېلګر. 

USA Begnadigung von Militärs durch Donald Trump | Mathew Golsteyn, Archivbild
ډګروال ماتيو ګولستين (کيڼ لاس) د ترمپ له خوا وبخښل شو.انځور: picture-alliance/AP Photo/The Fayetteville Observer/A. Craft

په افغانستان او عراق کې جنګي جرايم

په ۲۰۱۳ کال کې څارنوالانو پر لورانس تور ولګاوه چې په غير قانوني توګه يې د افغانستان په کندهار ولايت کې په موټر سايکل د دوو سپرو کسانو د ويشتلو امر کړی وو، په داسې حال کې چې امريکايانو هلته ګزمه وهله. تېر کال، ګولستين چې د پوځ پر «ګرين بېرت» واحد پورې اړه لري، په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د يوه سړي په وژلو تورن شو. ګېلګر چې د «سيلز» په نوم د پوځي واحد يو ټولۍ مشر دی، په دې تورن شوی چې په ۲۰۱۷ کال کې يې په عراق کې جنګي جنايتونه کړي دي. په جولای مياشت کې يوې پوځې محکمې هغه ته برائت ورکړ، خو په دې يې محکوم کړ چې د دغه زنداني له مړي سره يې عکسونه اخيستي ول. جزا يې دا وه چې ربته يې تنزيل شوه. د دفاع وزير اسپر وويل چې امريکايي ځواکونه «له لومړۍ ورځې څخه د وسله والو شخړو د قوانينو په اړه روزل شوي وي او دا چې د جګړې پر مهال بايد څرنګه چلن وکړي» او ټينګار يې وکړ چې د دغو مقرراتو مطابق چلن به کوي. د هغه په خبره «که دا کار ونه کړي، نو د متحده آيالاتو پوځ به وړ ګامونه پورته کړي چې هغوی د خپل مسئوليت منلو ته وهڅول شي.»

رويترز/ن ص/ا و ا