اسرائیلو د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې
۱۳۹۶ بهمن ۲۱, شنبهرویترز خبري آژانس د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د فبروري میاشتې په ۱۰ نیټه) د اسرائیلو د پوځ لخوا د ایران د یوې بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو خبر ورکړی دی. د اسرائیل د پوځ د چارواکو په حواله دغې بې پیلوټه الوتکې په سوریه کې د ایران د حکومت تر کنترول لاندې له یوه مرکز څخه الوتلې وه.
د اسرائیلو پوځ ویلي چې دغه الوتکه د اسرائیلو فضا ته داخله شوې وه. سربیره پر دې اسرائیلو په سوریه کې د ایران تر کنټرول لاندې پر سیمې هم بمباري کړې.
د اسرائیلي الوتکې نسکوریدل
بل لوري ته بیا په سوریه کې د سوریې د پوځ لخوا د اسرائیلو یوه اف۱۶ ډوله جت الوتکه ویشتل شوې ده. د سوریې پوځ د دې بریدونو په ترڅ کې د خپل هیواد د پوځ په لاس د اسرائیلو د یوې جنګي جټ الوتکې د ویشتلو او نسکورولو خبر ورکړی دی. خو اسرائیل بیا دغه څه ردوي.
د رویترز خبري آژانس په حواله، اف۱۶ ډوله لویدلې الوتکه د اسرائیلو په خاوره کې نسکوره شوې او پیلوټان یې ژوندي دي. بل لوري ته بیا په آلمان کې د یو تلویزیوني چینل پورې تړلې د «ټاګس شاو» په نامه خبري ویباڼې د اسرائیلې الوتکې د نسکوریدو په هکله په خپل رپوټ کې ویلي چې د اسرائیلو هوايي پوځ په تیرو څو ورځو کې د اسد د ځواکونو پر سنګرونو باندې دمشق ته څیرمه هوايي بریدونه کړي.
د دې هوايي بریدونو هدف د اسد د حکومت د څیړنې او تحقیقاتو د یوه مرکز لمنځه وړل په ګوته شوي. خپاره شوي رپوټونه وايي چې د دې مرکز دنده د کیمیاوي تولید دی.
په غزه کي تونلونه حيرانوونکي دي، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: