اسرائیل پر کښتیو د برید په قضیه کې نه محاکمه کیږي
۱۳۹۳ آبان ۱۶, جمعهد نړیوالې جنايی محکمې لوې څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۶مه نیټه) وویل چې په ۲۰۱۰ کال کې د کوچنیو بیړیو پر یوه کاروان باندې د اسرائیلي ځواکونو هجوم سره کیدای شي چې دغه ځواکونه د جنگي جرایمو مرتکب شوي وي، خو هغه له قضايي لحاظه دومره غټ نه دی چې د محکمې له خوا له جنايي لحاظه د څارنې له پاره په کوم اقدام لاس پورې شي. د کښتیو دغه کاروان غوښتل د غزې تړانگې ته مرستې ورسوي.
لویې څارنوال فاتو بینسودا، وویل په دی قضیه کې به کوم تحقیق یا احتمالي جنايي څارنه تر سره نه شي ځکه د ۱۰ تنو ترکي فعالینو د وژل کیدو په شمول دغه ادعا شوي جنايي جرایم له قضايي لحاظه «په کافي اندازې جدي» نه وو.
بینسودا په یوې خپرې شوی وینا کې وویل: «وروسته له هغې چې لاس ته راغلي معلومات له قانوني او د حقایقو د موندولو له لحاظه تحلیل او وڅیړل شول زه دې نتیجې ته ورسیدم چې یو معقول اساس وجود لري چې سړی باور وکړی چي کله چې د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د ۲۰۱۰ کال د می په ۳۱ د غزې د تړانگې له پاره د بیړیو له جملې څخه د یوې (ماوي مرمره) مخه ونیوله، د جنايی جرایمو نړیوالې محکمې د قضايی اصولو له مخې جنگي جرایم پیښ شوي دي.»
هغی په خپلې وینا کې زیاته کړې: «خو زه دی نتیجی ته هم ورسیدم چې هغه احتمالی حقوقي قضیه چې د نوموړې پیښی په هکله د تحقیقاتو په نتیجه کې راوړالیږي، کافي جدیت نه لري چې د نړیوالې محکمې له خوا د نورو اقدماتو د ترسره کیدو دلیل وگرځي.»
«له قوی څخه په کار اخیستو کې زیاتی»
نړیوالې محکمې تیر کال د کوچني افریقايی دولت «مجموع الاجزایر قمر یا کومور» په غوښتنه چې «ماوي مرمره» نومې ترکي بیړۍ د هغه دولت تر بیرغ لاندې سمندر کې په حرکت کې وه، په دغه قضیه کې یو ابتدايي تحقیق پیل کړ.
د پیښی په هکله د تحقیق رپوټ یادونه کوي چې «معقول اساس وجود لري چی سړی باور وکړی چې ښایی اسراییل د قصدي وژلو، په قصدی توگه سخت ټپي کولو سره د جرایمو مرتکب شوی وي».
په ۲۰۱۰ کال کې کله چې اسرائیلي کوماندو پر شپږو کوچنیو بیړو چې غوښتل ېې د اسرايیلو له خوا د غزی سمندري کلابندې څخه تیرې شی، هجوم یوړ یو ترکي ټبره امريکايي او اتنه ترکان یې ووژل. لسم ترکي فعال وروسته له خپلو ټپو څخه مړ شو. د ملگرو ملتو د جولای د ۲۰۱۱ کال یو رپوټ دې نتیجې ته ورسید چې د اسراییلو برید پر حق وو خو له قوې څخه په کار اخیستو کې زیاتی شوی وو.
دغې پیښې د اسرائیلو او ترکیی اړیکې چې پخوا سیمه ییز متحدین وو سختې خړې پړې کړې. د انقرې غوښتنه چې اسراییل دې د دغه برید څخه بښنه وغواړي او د پیښی د قربانیانو د کورنیو له پاره دې تاوان ورکړي، هیڅکله ونه منل شوه. سر بیر پر دې د ترکې د غوښتنې سره سره اسراییلو د فلسطیني غزې تړانگې کلابندي ته هم دوام ورکړ.
يو ترکي وکیل چې د افریقايی دولت «مجمع الجزایر قمر» څخه استازیتوب کوي، ویلی دي چی هغه به د نړیوالې محکمې د پنجشنبې د ورځې د اعلان سره سره دغه قضیه تعقیب کړي.