1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل ته د بحرین د بهرنیو چارو وزیر تاریخي سفر

۱۳۹۹ آبان ۲۷, سه‌شنبه

د بحرین د بهرنیو چارو وزیر د نومبر پر ۱۸ اسرائیل ته د خپل لومړي سفر خبر ورکړی دی. د امریکا په منځګړتوب د دواړو هیوادونو د دیپلوماتیکو اړیکو تر پیلیدو وروسته دا اسرائیل ته د بحرین د یوه لوړپوړي چارواکي لومړی سفر دی.

https://p.dw.com/p/3lOsz
Bahrain Manama Zeremonie Abkommen Israel Bahrain
انځور: Ronen Zvulun/AFP

له اسرائیل سره د اړیکو د بهترولو په موخه د سعودي عربستان د مهم متحد هیواد بحران د بهرنیو چارو وزیر عبداللطیف الزیاني د اسرائیل په دوره د دغه هیواد پلازمېنې تل ابیب ته ځي. په دې وروستیو کې دواړو هیوادونو د امریکا په منځګړتوب د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو د پیلولو پریکړه وکړه.

له الزیاني سره به په دې سفر کې یو پلاوی هم مل وي او دا به په حکومتي کچه د دواړو هیوادونو ترمنځ د تعلقاتو لومړی تاریخي دور وي.

د دیپلوماتیکو کړیو په حواله د بحرین د بهرنیو چارو وزیر به په همدې منځ کې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د لیدنې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو سره هم خبرې وکړي. د سپټمبر میاشتې پر ۱۵ نیټه د امریکا په مرسته د بحرین او اسرائیل ترمنځ یو تړون لاسلیک  شو. مخکې تر دې متحده عربي اماراتو او سوډان هم له اسرائیلو سره د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو اعلان کړی وو.

د همکارۍ زیاتول

همدا په سپټمبر میاشت کې متحده عربي اماراتو او بحران له اسرائیل سره د سیاست، کرهڼې، تجارت، معلوماتي ټکنالوژۍ او ویزې په څیر چارو کې د همکارۍ زیاتولو د توافقنامۍ پر یاداښت هم لاسلیک کړی وو.

د بحرین د دولتي خبري آژانس په حواله «دغه دوره په منځني ختیځ کې د امنیت د ټینګښت له پاره، د بحرین د راتلونکي دریځ د تائید او له اسرائیل سره د اقتصادي فرصت او دوه اړخیزو تړونونو په پام کې نیولو سره ترسره کیږي.»

په منځني ختیځ کې اساسي تحولات

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د بحرین او اسرائیلي چارواکو تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو په موخه دوې اونۍ پرله پسې کوښښونه وکړل. په دې برخه کې د ترمپ زوم او مشر سلاکار جیراد کشنر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو هم رول لاره. دواړو شخصاً د بحرین دوره وکړه او د دغه هیواد له پادشاه او ولیعهد سره یي ولیدل او له هغوی څخه یې له اسرائیلو سره په بشپړ ډول د دیپلوماتیکو اړیکو د ټينګولو غوښتنه وکړه.

په  اسرائیل کې د امریکا سفیر ډیوډ فراید مین، وایي چې د زور پر بنست د ترمپ سوله ایزې تګلارې نړۍ د بهترۍ پر لور روانه کړې ده: «موږ د منځني ختیځ په لرلید کې یو بشپړ تغیر وينو چې ډیر مثبت دی.»

په تیره اګست مياشت کې کله چې متحده عربي اماراتو له اسرائیل سره د دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو اعلان وکړ، نو په تیرو۲۰ کلونو کې دا لومړی عربي هیواد وو چې په داسې یو اقدام کوي.

د سپټمبر پر ۱۵ نیټه بحرین او متحده عربي اماراتو د اردن او مصر پر پل قدم کیښود او له اسرائیل سره یې خپلې دیپلوماتیکې اړیکې فعاله کړې. دونالد ترمپ ویلي ول چې ژر به نور عربي هیوادونه هم په دې کې شامل شي.

سعودي عربستان اوس پر دې مسیر له تګ څخه انکار کړی دی، خو دغه هیواد بیا د اسرائیل ملکي هوایي شرکتونو ته له خپل قلمرو څخه د استفادې کولو اجازه ورکړې ده.

بحرین د سعودي عربستان یو نږدې متحد هیواد دی. هر کله چې په دغه هیواد کې د حکومت ضد کومه مظاهره یا احتجاج شوی دی، نو سعودي عربستان یې د مرستې له پاره خپل پوځ استولی دی.

د عربي پسرلي پرمهال هم کله چې په کویت یا متحده عربي اماراتو کې خلکو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو له پاره د حکومت پر ضد غږ پورته کړی دی، نو سعودي عربستان د حکومت د مرستې له پاره خپل پوځ استولی دی. په بحرین کې امریکا دوې پوځي اډې هم لري، چې ډیر امریکایي عسکر پکښې مستقر دي.

له اسرائیل سره په شوي تړون کې د فلسطین هیڅ ډول یادونه نه ده شوې او همدا دلیل دی چې فلسطینیان د متحده عربي اماراتو دغه اقدام د فلسطين او ولس پر وړاندي «د شا له خوا د خنجر ښخولو» مترادف ګڼي. فلسطيني چارواکو او حماس ډلې ډواړو د عربي هیوادونو پر دې پریکړو شدید انتقادونه کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

زموږ له آرشیف څخه: