1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«اسرائیل بیا په سوریه کې د ایران اهداف بمبار کړي»

۱۳۹۷ شهریور ۱۴, چهارشنبه

سوریه وایي چې اسرائیل یو ځل بیا پر دغه هیواد برید کړی دی. د سوریې د بشري حقونو د څار کمیسیون وایي چې د ایران مواضع په نخښه شوي دي. ویل شوي چې په تیره څه موده کې په سوریه کې د ایران پر اهدافو تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي.

https://p.dw.com/p/34LW6
Israel Kampfjet der syrische Luftwaffe auf den Golan Höhen
انځور: Reuters/R. Zvulun

د سوریې دولتي خبري آژانس سانا، د دغه هیواد د پوځي کړیو په حواله ویلي دي چې د اسرائیلو جنګي الوتکو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر څلورمه) د سوریې په شمال لویدیځ کې پر پوځي اهدافو بمبار کړی دی. دغه پوځي مورچلې په طرطوس او حما سیمو کې وې. د سانا، د رپوټ له مخې سوریې يو شمېر توغندي شنډ کړي دي. خو د اسرائیل د پوځ یوه ویاند په دې هکله له څه ویلو ډډه کړې.

لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د مدیترانې سمندرګي په ساحل کې پروت بندري ښار طرطوس کې د څو چاودنو خبر ورکړی دی. د دغه سازمان د رپوټ په حواله هغه سیمې په نخښه شوي دي چې ایراني ځواکونه پکښې مستقر دي. زیاته شوې ده چې په دغو بریدونو کې درې کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي چې زیاتره یې د سوریې د پوځ غړي دي.

د دغه سازمان په وینا د سه شنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره د بانیاس، بندري ښار هم په نخښه شوی دی او د تیلو د تصفیې یوې دستګاه ته څیرمه دوه توغندي لګیدلي دي.

لندن میشته د بشري حقونو د څار سازمان خپل معلومات له محلي سرچینو څخه ترلاسه کوي. خو د نړیوالو خبري آژانسونو له پاره د دغو رپوټونو ارزول تل ګران کار دی.

هغه سیمې چې په حما کې پرې شوی دی، د ادلب په سل کیلومترۍ کې موقعیت لري. د سوریې پوځ غواړي چې د روسیې او ایران په ملاتړ په ادلب کې پوځي عملیات پیل کړي. ادلب په سوریه کې هغه وروستۍ سیمه ده چې کنترول یې لا د بشارالاسد د مخالفینو په لاس کې دی.

خبري سرچینو د عیني شاهدانو له قوله لیکلي دي چې اسرائیلي جنګي الوتکو سوریې ته د ننوتو له پاره د لبنان له فضا څخه استفاده کړې ده. اسرائیل لا تر اوسه په رسمي توګه د دغو بریدونو په هکله څه نه دي ویلي.

په تیر یو نیم کال کې په سوریه کې پر ایراني اهدافو بریدونه

دا لومړی ځل نه دی چې په سوریه کې د ایران پر اهدافو د اسرائیل له لوري د بریدونو رپوټ ورکول کیږي. اسرائیل په کراتو اعلان کړی دی چې په سوریه کې د ایران د پوځي حضور د تثبیت د مخنیوي له پاره له هرې وسیلي کار اخلي.

اوس د دغه هیواد خبري سرچینې د اسرائیلو د دولتي چارواکو له قوله وایي چې په تیر یو نیم کال کې په سوریه کې د ایران پر اهدافو تر ۲۰۰ زیاتې هوایي حملې شوي دي. دا لومړی وار دی چې د دغسې بریدونو په هکله رسمي ارقام ورکول کیږي.

د سه شنبې په ورځ اسرائیلي رسنیو لیکلي دي چې د دغه هیواد دفاع وزارت له یوه رپوټه پرده پورته کړې ده چې له مخې یي اسرائیلي پوځ په تیرو اتلسو میاشتو کې په سوریه کې د ایراني اهدافو پر وړاندې تر ۲۰۰ زیات بریدونه کړي او پر دغه هیواد یې ۸۰۰ توغندي او د هاوان مرمۍ ورتوغولي دي.

ایران تل پر دې باندې ټنګار کوي چې په سوریه کې جنګي ځواکونه نه لري او په سوریه کې يي پوځي حضور یوازې «مشورتي» بڼه لري.

د اسرائیلو د دفاع وزیر خبرداری ورکړی وو چې پوځ یې ښايي په عراق کې د ایران پوځي اهداف په نخښه کړي. آویګدور لېبرمن، روښانه کړې وه چې اسرائیل د عراق او سوریې په خاوره کې د ایران تحرکات په دقت څاري.