1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيلو ايران ته له بريده خبرداری ورکړی

۱۳۹۷ بهمن ۲۳, سه‌شنبه

ايران د اسلامي انقلاب د ۴۰مي کليزې د لمانځني پرمهال پر اسرائيلو د پوځي بريدونو گواښ کړی وو. خو لومړي وزير نتنياهو سملاسي ډېر واضح ځواب ورکړ.

https://p.dw.com/p/3DBzA
Grußbritannien Netanjahu Rede in Chatham House in London
انځور: Reuters/T. Melville

د ايران د اسلامي انقلاب د ۴۰ کليزي د لمانځلو پر مهال د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو، د تهران مشرتابه ته په ټينگار سره پر اسرائيلو د بريد څخه خبرداری ورکړی.

نوموړي په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي دي چې دی د خپل ستر دښمن په گواښونو خبر شوی دی. هغه ويلي دي: «خو دا ما نه شي ويرولای.» هغه زياته کړې ده چي که چيري د تهران رژيم «دغه وحشتناکه تيروتنه وکړي، او د تل ابيب او حيفا د ويجاړولو هڅه وکړي، بریالي به نه شي». هغه ويلي دي چې که ايران بيا هم بريد وکړي، «نو دا به یې د انقلاب وروستی جشن وي، چې لمانځي يې.»

«له خاورو سره به یې خاورې کړو»

دا گواښونه لومړي وزير نتنياهو د ايران د سپاه پاسداران ځواک د يوه قوماندان د څرگندونو په ځواب کې کړي دي. جنرال یدالله جواني گواښ کړې وو چې که چيرې امريکا پر ايران بريد وکړي نو ايران به پر اسرائيلو پوځي حمله وکړي.

دغه جنرال ويلي ول: «امريکا بايد وپوهيږي چې پر موږ د بريد په ځواب کې به تل ابيب او حيفا له خاورو سره خاورې کړو.»  هغه زياته کړې وه چې هيواد یې له امريکا هيڅ ويره نه لري، ځکه دوی خپله دفاع کولی شي. هغه ويلي ول چې د ايران د منځني واټن توغندي تقريباً تر۲۰۰۰ کيلومترو پورې واټن ويشتلای شي او په دې ترتيب د اسرائيلو کابو هره برخه ويشتلای شي.

Iran Feiertag - 40 Jahre Islamische Republik
ايران د فيبرورۍ پر ۱۱ نيټه د اسلامي انقلاب ۴۰ مه کليزه ولمانځله انځور: Reuters/R. Homavandi

ايران د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فيبرورۍ ۱۱ نيټه) د شاهي نظام د ړنگيدو ۴۰مه کليزه ولمانځله. د ۱۹۷۹م کال د فيبرورۍ پر ۱۱ نېټه د ايران شاهي نظام له خپلو مخالفانو سره پر سړکانو باندي تر څو ورځني اخ و ډب وروسته ړنگ او په رسمي توگه د آيت الله خميني په مشرتوب د اسلامي انقلاب د بريا اعلان وشو.

«د ناکامۍ ۴۰ کاله»

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ايران د اسلامي انقلاب له کلیزې څخه په استعفادې سره د دغه هيواد پر حکومت سختې نيوکې وکړې. ترمپ په تويتر کې ليکلي: «۴۰ کاله فساد. ۴۰ کاله ښکيلاک. ۴۰ کاله ترور.»

نوموړي په خپل دې تويت کې زياته کړې ده چې د ایران له اوږدې مودې راهيسې کړيدونکی ولس د «ښه راتلونکي» حق لري. د هغه پېغام په فارسي ژبه هم خپور شو.

زموږ له آرشيف څخه: