1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل په تاجيکستان کې له افغان مهاجرو سره مرسته کړې

۱۴۰۰ دی ۲۲, چهارشنبه

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې له ملګرو ملتونو سره يې د ۵۰۰ زرو امريکايي ډالرو مرسته کړې څو پرې په تاجيکستان کې د ميشتو افغان مهاجرو له پاره خوراکي، طبي او نور لازم توکي برابر کړي.

https://p.dw.com/p/45QAp
Symbolbild: Jerusalem in Israel
انځور: picture-alliance/N. Alon

د اسرائيل د بهرنيو چارو وزارت عمومي منشي آلون اوشپيز د سې شنبې په ورځ وويل چې دوی ویاړي چې هيواد يې له هغو افغانانو سره د مرستو په نړيوالو هڅو کې شریک دی چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له هيواده تښتیدلي دي.

اوشپیز زياته کړې چې دا مرسته له نړیوالې ټولنې سره د اسرائيل د ژمنو يوه برخه ده.

اسرائيل له افغان مهاجرو سره د دې مرستو خبر دقيقاً په هغه ورځ ورکړ چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د بشري بحران د مخنيوي په موخه د ۴،۴ ميليارده ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر او د مهاجرو عالي کميسارۍ په ګاونډيو هيوادونو کې شا او خوا شپږ ميلیونو افغان مهاجرو ته د رسېدګۍ په موخه د ۶۲۳ ميليونو ډالرو مرستي غوښتنه هم کړې ده. دا شپږ ميليونه مهاجر د افغانستان د ټول نفوس ۱۵ سلنه برخه ده.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو عالي کميسارۍ له خوا ويل شوي چې ځيني افغانان له هيواده د وتلو په هڅه کې دي. دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته شا او خوا ۱۷۵ زره افغانان بيرته خپل هيواد ته ليږدول شوي دي. 

ب. ص/ ن. ز (AP)