1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

اسرائيل پر حزب الله «سل جوابي توغندي» توغولي دي

۱۳۹۸ شهریور ۱۱, دوشنبه

د اسرائيل او حزب الله تر منځ د توغندي ويشتلو تبادله سوې ده. ملګرو ملتونو پر دواړو اړخونو د وضعې آرامولو ږغ کړی دی.

https://p.dw.com/p/3OsKx
Libanon Israel Artillerie Beschuß
انځور: picture-alliance/AP Photo

د اسرائيل دفاعي ځواک (IDF) وايي چي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۹ کال د سپتمبر لومړۍ) يې په سويلي لبنان کي د حزب الله پر هدفونه جوابي توغندي وتوغول. د هغوی په وينا دا له هغه وروسته چي حزب الله د اسرائيلو پر پوځي اهدافو بريدونه وکړل.

د ايران له ملاتړ څخه برخمن حزب الله ډلې د اسرائيل پر پوځ د يو بريد پړه منلې او ويلي يې ول چي د بريد په نتيجه کي يو پوځي موټر له منځه تلل چي ښايي تلفات يې هم درلودلي وي. وروسته د اسرائيلو دفاعي ځواک وويل چي په دغه بريد کي هيڅوک نه دي ژوبل سوي.

اسرائيلي پوځ پر خپله ټويټر پاڼه پيغام خپور کړ چي له لبنان څخه توغندي توغول سوي ول چي د اسرائيل په شمال کي يې د دفاعي ځواک مورچلونه او يو امبولانس موټر هدف ول. په دغه پيغام کي راغلي چي هغه ځايونه چي ورڅخه راکټونه توغول سوي ول، په جوابي توګه د بريدونه هدف وګرځول سول.

زياتېدونکی تاوتريخوالی

د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو وويل چي د اسرائيلو دفاعي ځواک د ورباندي سوي بريد په ځواب کي «۱۰۰ توغندي» په جوابي توګه وتوغول. د اسرائيلو د لومړي وزير په وينا هغه د تيارسئ امر کړی او دې ته په انتظار دي چي وضعه به څه ډول تحرک ولري.

د اسرائيل او حزب الله تر منځ هغه وخت وضعه لا کړکېچنه سوه، چي دوې بې پلوټه الوتکي د بيروت په شمال کي د حزب الله په دفاترو کي وموښتلې.

د حزب الله مشر حسن نصرالله د شنبې په ورځ د غچ او پر اسرائيل د بريد ګواښ وکړ. حسن نصرالله وويل چي اسرائيل بايد «د دې قيمت ادا کړي.»

»ممکنه نوې جګړه«

د ملګرو ملتونو سوله ساتونکي ځواک چي د لبنان په سويل کي موجود دی، د لانجې د دواړو اړخونو سره يې تماس نيول دی او د وضعې د آرامولو له پاره کوښښونه کوي. د ملګرو ملتونو وياندې اندريا تېننتي د يکشنبې په ورځ ناوخته وويل: «سيمي ته آرامي راغلې ده.»

د تېرې اونۍ په شروع کي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا اسرائيل او حزب الله ته د ملګرو ملتونو د اعلاميې څخه د سرغړونې خبرداری ورکړ. دغې شورا وويل چي دغه نوی تاوتریخوالی «د يوې داسي نوي جګړې د رامنځ ته کېدو لامل کيدلای سي چي په سيمه کي د هيڅ اړخ په ګټه نه وي.»

فرانسې هم وويل چي د دواړو اړخونو سره په تماس کي دی او دا چي د منځګړيتوب هڅې کوي.

که څه چي اسرائيل او حزب الله سخته دښمني سره لري، خو له ۲۰۰۶م کال راهيسي يې د مستقيمې لانجې څخه ډډه کړې ده. دا له هغه وروسته چي دواړو اړخونو يوه مياشت سخت جنګ سره وکړ چي په جوړجاړي پای ته ورسېد.

تر تازه تاوتريخوالي وروسته د لبنان لومړي وزير سعد حريري د امريکا د متحده ايالاتو خارجه وزير او د فرانسې د ولسمشر ايمانويل ماکرون پر مشاور ږغ کړی دی چي د لبنان پر سرحد د وضعې په تړاو بحث وکړي.

د امريکا متحده ايالاتو يوې سرچينې خبري آژانسونو ته ويلي دي چي »د امريکا متحده ايالات په بشپړه توګه د اسرائيل د ځان څخه د دفاع له حق څخه ملاتړ کوي.«

يو چارواکي و خبري آژانسونو ته ويلي دي چي فرانسې د بيلو اړخونو سره تماس نيولی چي د وضعې د لا خرابوالي مخه ونيوله سي.

AG/A.A./N.Z.