1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل پر «اسلامي جهاد» ډلې بريدونه کړي

۱۳۹۸ اسفند ۵, دوشنبه

د غزې له تراډې څخه د توغنديو تر بريد وروسته اسرائيلي پوځ هم اقدام کړی او د اسلامي جهاد ډلې مواضع يې په سوريه او غزه کې په نښه کړې دي.

https://p.dw.com/p/3YHdz
Israelischer Luftangriff südlich des Gazastreifens
انځور: Reuters/I. Abu Mustafa

د اسرائيل پوځ ويلي دي چې په سوريه کې «د دمشق په سويل کې د اسلامي جهاد تروريستي اهداف» په نښه شوي دي چې ورسره همهاله د دغه وسله وال سازمان په لسګونو هدفونه د غزې په تراډه کې هم وېشتل شوي دي. تر دې مخکې د يکشنبې په ماښام د پوځ په حواله شل توغندي د غزې له تراډې څخه پر اسرائيل توغول شوي ول. لس دغه توغندي د اسرائيلي »آیرن دوم« یا اوسپنيزې ګُنبدې نومي دافع هوا سيستم له خوا د منځه وړل شوي، خو نور په داسې سيمو کې لګېدلي چې څوک پکې نه اوسيږي. 
د اسلامي جهاد ډلې د توغنديزو بريدونو مسئوليت منلی دی. په دغو توغنديو سره دغې فلسطينۍ ډلې د اسرائيلي عسکرو له خوا د هغوی د وسله والې څانګې د يوه غړي وژنې ته غبرګون ښودلی دی. اسرائيليانو بيا ويلي دي چې دغه ياد جنګيالي غوښتل چې د غزې سرحدي کټارو ته چاودېدونکي مواد له ځانه سره انتقال کړي.

«نوی سياست»

په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې ويډيوګانې د دغه وژل شوي جنګيالي مړی ښيي کله چې هغه د يوه اسرائيلي پوځي بولډوزر له خوا وړل کيږي. دغه انځورونه په غزه کې د عصبانيت سبب ګرځېدلي دي. 
د اسرائيل د دفاع وزير، نفتلي بېنيټ له يوه «نوي سياست» څخه خبرې کړې دي چې له مخې يې اسرائيل د تندلارو کسانو مړي کورنيو ته بېرته نه سپاري. په دې سره غواړي چې په غزه تراډه کې حاکم حماس سازمان باندې فشار وارد کړي څو په ۲۰۱۴ کال کې د غزې په جګړه کې د وژل شويو اسرائيلي عسکرو جسدونه ورته وسپاري.

Israelischer Luftangriff südlich des Gazastreifens
د اسرائيل دفع هوا سيستم په دغه عکس کې ښکاريانځور: Reuters/A. Cohen

wa/cw /ن ص/س ر