ازبکستان په کابل کي سوداگريز مرکز پرانيزي
۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه
د ازبکستان رسنيو ويلي دي چي په تاشکند کي د دواړو هيوادونو د استازو تر منځ د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می ۶مه) په غونډه کي پر دې باندي هم خبري وسوې چي په نژدې راتلونکې کي به په تاشکند او کابل کي نندارتونونه پرانيستل سي.
د دغي غونډي مشري د ازبکسان له اړخه د دغه هيواد د بهرنيو اقتصادي اړيکو او پانگوني وزير يلر غنيف او د افغانستان له اړخه د خپلواکو هيوادونو مشترک المنافع ټولني له پاره د جمهور رئيس محمد اشرف غني ځانگړي استازي محمد شاکر کارگر کوله.
د دغه پروتوکول له مخي افغانستان او ازبکستان به د اورگاډي ترانسپورت ته پراختيا ورکړي، چي په ځانگړې توگه به ئې هدف مزارشريف او هرات وي.
په پلان کي ده چي په نژدې راتلونکې کي به د کابل او تاشکند تر منځ پروازونه هم پيل سي. ازبکستان په پام کي لري چي په کابل کي د «ازبکستان سوداگريز مرکز» پرانيزي.
تر اوسه د ازبکسان په سوداگريزو معملو کي د افغانستان ونډه يوازي ۴ سلنه ده.
اوس په ازبکستان کي د افغاني سوداگرو ۱۲۲ شرکتونه فعاليت کوي، چي ۳۹ ئې سل سلنه بهرني توکي بازار ته وړاندي کوي.